د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په انترنیت کې پر سر لوڅو ښځو پسې گرځي


د سپاه پاسدارن یوه اړوند ډله وایي په اینستگرام کې د موډلینگ پاڼې په ایران کې د ژوند د بڼې د بدلون په خاطر رامنځ ته شوي دي.
د سپاه پاسدارن یوه اړوند ډله وایي په اینستگرام کې د موډلینگ پاڼې په ایران کې د ژوند د بڼې د بدلون په خاطر رامنځ ته شوي دي.

ایراني پولیسو اته تنه د "غیر اسلامي عمل" په نوم نیولي دي چې په هغو کې هغه موډلې شاملې دي چې په انترنیت کې یې خپل سرلوڅي عکسونه خپاره کړي دي.

دا د ایران په اسلامي جمهوریت کې د پراخې کلتوري مبارزې یوه برخه ده. دغه نیونې د هنرمندانو، شاعرانو، ژورنالیستانو او فعالینو د نیونو لړۍ ده چې د لویدیځ سره د منځلاري جمهور رئیس حسن روحاني د حکومت د اتومي موافقې وروسته رامنځ ته کیږي.

د اسوشیتیدپرس اژانس وایي دغه نیونې او سختې سزاگانې په پولیسو او قضا کې د هغو سخت دریځو د نفوذ او قوت ښکارندوی ده چې له ټولنیزو اصلاحاتو ډاریږي.

د ایران دولتي تلویزیون د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه بندیز په ځانگړې توگه د عکسونو خپرونکې شبکې انستگرام باندې لگول شوی دی.

په تلویزیوني رپوټ کې د الهام عرب په نامه ماډلې تصویر هم ښودل شوی دی چې د واده په کالیو کې د عکسونو په خاطر مشهوره ده. هغه په ویدیو لیدل کیږي چې په یوه کنفرانس خونه کې د تهران څارنوال جعفري دولت آبادي سره مخامخ خبرې کوي.

میرمن عرب وایي "ټول خلک ښکلا او شهرت خوښوي. هغوی غواړي چې خلک یې وگوري، خو مهمه داده چې پوه شي چې دا کار به ورته څومره گران پریوزي."

رپوټ وایي چې مقاماتو د ١٧٠ تنو له ډلې څخه اته تنه نیولي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د فیشن کار و بار کوي. دوی وایي چې شاوخوا ٥٨ ماډلې، ٥٩ عکاسان او سینگار کوونکي د فیشن او مود په انترنیټي کار وبار بوخت دي.

د مود او فیشن د موډلانو ځپل د ایراني مقاماتو وروستی اقدام دی چې په ایران کې د په ټولنیزو رسنیو کې د بیان آزادی کنترول کړي. د ایران د ٨٠ میلیون وگړو ۴٠ فیصده یې انترنیت ته لاس رسی لري. د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت د فریدم هوس ډله وایي د ایران په اسلامي جمهوریت کې د سانسور له کبله انترنیت ته لاس رسی "آزاد" نه دی.

XS
SM
MD
LG