د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومی موافقې په اړه د کانګریس د غړیو اندیښنه


د امریکا د مشرانو په جرګې کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر سناتور مچ مکونل وایي چې " د ایران او نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د خبرو په نتیجه کې چې هر ډول موافقه تر لاسه شي، ایران به نور هم دیته نږدي کړي چې اتومي وسلې لرونکی هیواد شي."

ښاغلي مکونل وایي چې د دې ډول موافقې منل کیدل به کانګریس ته هم ګرانه وي. بل پلو بیا د استازو د مجلس مشر جان بینر وایي چې د خرابې موافقې نه هیڅ موافقه نه کیدل بهتره دي.

د مشرانو په جرګې کې د اکثریت ګوند مشر سناتور مچ مکونل د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز ټلویزیون ته په مرکې کې وویل ، " داسې ښکاري چې د ولسمشر براک اوباما ادراه د ایران سره هر ډول موافقې کولو ته تیاره ده چې ایران یې غواړي."

ښاغلی مکونل زیاتوي چې یوه بله لاره هم شته ده." د دې پر ځای چې مونږ څو کاله کوښښ وکړي چې په نړۍ کې تر ټولو ناوړه رژیم بالاخره دیته مجبور شو چې خپل اتومي فعالیتونه محدود کړي، ښه به دا وی چې په هغوي مو بندیزونه نور هم سخت کړي و ځکه چې د همدغو بندیزونو په خاطر هغوي خبرو ته حاضر شویدي. خو حکومت اوس بله لاره غوره کړیده.

ښاغلي مکونل زیاتوي چې " مونږ غواړو پوه شو چې آیا ایران به د اتومي وسلې د تر لاسه کولو لپاره خپلې پخوانۍ څیړنې او پرمختګونه ښکاره کړي او که نه. مونږ دا هم غواړو چې پوه شو آیا په هغوي باور کیدلی شي او که نه او بله دا چې آیا مونږ به وکولی شو چې د ایران ټولې پوځې اډې معاینه کړو. "

ښاغلی مکونل وایي چې د امریکا د کانګریس غړي د ایران د بالیسټیکي توغنیدو په مسلې هم غور کوي او په سوریې، لبنان، غزې او یمن کې هم د دې هیواد فعالیتونه او لاس وهنې څاري.

د یوه قانون له مخې چې ولسمشر براک اوباما لاسلیک کړی، د کانګریس غړي به شپیته ورځې وخت ولري چې د ایران سره شوې موافقه وګوري او تغیرات پکې راولي. د کانګریس غړي دا حق هم لري چې په ایران د بندیزونو د لیرې کیدو لپاره د ولسمشر اوباما مخه ونیسي.

بل پلو د استازو د مجلس مشر، جان بینر وایي چې " د ایران سره د خرابې موافقې نه ښه ده چې هیڅ موافقه ورسره ونشي. "

" په ویانا کې د خبرو اترو په هکله چې کوم معلومات افشا شویدي، پکې ښودل کیږي چې د اوباما اداره د خپلو ټولو هغو لارښوونو نه تیره شویده چې په لومړي سر کې یې د ځان لپاره ټاکلي و او زه نه غواړم چې خرابه موافقه دې وشي. "

د جمهوري غوښتونکو د ګوند دغه غړی همدرارنګه وایي تر هغه وخته به په ایران اقتصادي بندیزونه پخپل حال پاتې وی تر څو دغه هیواد د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې بندې کړې نه وي او هم یې په نړۍ کې د تروریزم د ستر ملاتړ کوونکي هیواد په صفت خپله مبارزه نه وي بنده کړي.

ښاغلی بینر وایي د دې پر ځای چې د هغه په قول " یوه ناړامه رژیم ته مشروعیت ورکړل شي، ښه به دا وي چې د ایران سره مخالفت همداسې روان وي."

XS
SM
MD
LG