د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د بالاستیک توغندیو د آزمایښت دفاع وکړه


د ایران حکومت ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د بالاستیک د توغندیو د آزمایښت دفاع کړیده. د متحده ایالاتو تر څنګ یو شمیر نورو غربي هیوادونو د ایران دغه اقدام چې بالاستیک توغندي یې آزمایلي دي، غندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شوار ته لیکلي دي چې " ایران هیڅ داسې عمل ندی کړی چې د ملګرو ملتونو د هغې پریکړې نه سرغړاونه وي چې پروسږکال د جولای په میاشت کې شویده."

د ملګرو ملتونو پدغې پریکړه لیک کې د ایران نه غوښتل شوي و چې د بالاستیک توغنديو هیڅ داسې عمل دې نه اجرا کوي چې کولی شي اتومي وسلې انتقال کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وایي " هیواد یې پخپلو هغو ژمنو ټینګ ولاړ دی چې د اتومي وسلو د نه خپرولو په تړون او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادنو سره په اتومي موافقې کې یې کړیدي. "

ښاغلي خوشرو په لیک کې همدارنګه لیکلي چې " د دې هیڅ اړتیا نشته چې دغه موضوع دې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې راپورته شي.
د همدې میاشتې په څوارلسمې نیټې د متحده ایالاتو په غوښتنې، د امنیت شوار غړیو د ایران د توغندیو د آزمایښت پر هلکه د خبرو لپاره غونډه کړې وه.

د امنیت په شورا کې د امریکا استازې سمنتا پاور ویلي و چې " د ایران لخوا د بالاستیکي توغندیو آزمایښت خطرناک، بې ثباته کوونکی او پاروونکی کار دی او په سیمه کې سوله او ثبات خرابوي. "

XS
SM
MD
LG