د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي بې پیلوټه الوتکه یې جوړه کړې


د ایران جمهوررئیس په ایران کې د جوړې شوې بې پیلوټه جنگي الوتکې په معرفي کولو خوښی ښودلې ده او دا یې د ایران د نظامی پرمختگونو یو تازه مثال بللئ دی

د ایران پوځ د 'کرار' په نوم د هغی بی پیلوټی الوتکی ننداره په داسی یوه غونډه کی وړاندې کړه چی ډیر لوړ رتبه ایرانی مشران پکی ناست وو.

د ایران دولتی مطبوعات وایی چې دا الوتکه د دوو سوو کیلو گرامو پورې بم وړی شي او د زرو کیلو مترو لرې پورې حمله کولای شي.

د ایران جمهوررئیس د کرار بی پیلوټه بمبار الوتکی جوړیدل د دښمنانو دپاره د مرگ سمبول یاد کړیدی.

هغه ویلی:

"دا الوتکه د بشریت دپاره د خپلواکئ او عظمت یو زیرئ هم دی. هغه دا هم ویلی چی ددې بې پیلوټه الوتکې د جوړولو هدف د خارجي تجاوز کوونکو وېرول دي.

په داسی حال کی چی د ایران د اتوم پروگرام په باب جنجالی بحېونه روان دی .نور ورسره دا اوازې هم اوریدل کیږی چی اسرایل به د دغو تاسیساتو د ورانولو دپاره حمله کوی او اسرایل هم د حملی کولو امکان رد کړی نه دی او دا خبره د ایران د چارواکو د هغی دعوی په مقابل کی کړیده چی وایی د یهودو ریاست به له منځه وړی

د شنبی په ورځ ایران په بو شهر کی د اتومی پلان د پاره د تیلو د رسولو کار چی د ډیر وخت نه پاتی و بیا شروع کړو .

په دی مهال د اتومی انرژئ د نړیوالی موسیسی مامورین هم ولاړ و او د دوی مخکی د روسیی په مرسته جوړ شوی اتومی بټئ کار شورو کړو.

د یکشنبی په ورځ چی کله د ایران د بی پیلوټه بمبارالوتکی د مخ کتنی غونډه وه نو د ایران جمهورریس وویل چی د ایران کوشش دا دی چی داسی دفاعی سپر جوړ کړی چی نیزدی ملکونه د جارحیت کونکو د زور نه وساتی.

هغه زیاته کړه چی، ایران په چا د حملی نیت نه لری. خو د استبدادی قوتونو په مقابل کی خاموشه کښناستل هم د ایران شیوه نه ده.

تر اوسه ازادو مبصرینو د ایران د وروستیو نظامی پرمختگوو د موثریت په باب کومه دقیقه ارزیابی نه ده کړی

XS
SM
MD
LG