د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د زلزلو د مړو شمیر ۳۰۰ نه اوښتی


ایراني مقاماتو ویلي دي چې د وړمې ورځ د دوه زلزلو د مړو شمیر د ٣٠٠ نه زیات شویدی.د ژغورنې کارکوونکو پرون د ژوندو کسانو پلټنه نوره ختمه کړه. د روغتیا وزیر نن د پارلمان غونډی ته وویل، د مړو نهایي شمیر ٣٠٦ دی او د ٣٠٠ نه زیات خلک ټپیان شویدی.

دغو دوه زلزلو چې قوت یې شپږ اعشاریه څلور او شپږ اعشاریه درې درجې و، او ماسپښین محال پرله پسې څو شیبو کی وشوې، د تبریز ښار ته نژدې څو کلی یې بیخې هوار کړل او څو نورو کلیو ته یې سخت زیانونه ورسول.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشی بان کیمون دفتر نن یو بیان خپور کړی او په کښي عمومي منشي خواخوږی ښودلې او د بشری ملاتړ پیشنهاد یې کړی.

امریکا پرون د یکشنبې په ورځ د ایران د ولس سره خواخوږی څرگنده کړه او د مرستو پیشنهاد یی وکړ. د سپینې مانۍ بیان د ایران ولس ته خطاب کوی ، وایې امریکا حاضره ده چې په دغسي سخت وخت کی مرسته وکړي، خو د ایران د حکومت هیڅ یادونه ، نه کوی.
XS
SM
MD
LG