د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانیان د پارلمان او خبرگان مجلس غړي ټاکي


په تهران کې د پارلماني انتخاباتو د رای ورکولو یوه حوزه
په تهران کې د پارلماني انتخاباتو د رای ورکولو یوه حوزه

ایرانیانو نن د جمعې په ورځ په پارلماني او د خبرگان شورا په انتخاباتو کې رایې واچولې. دا د لویدځو ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اټومي موافقې نه وروسته لومړی ځل دی چې انتخابات کیږي او خلګ رایې اچوي.

دغه انتخابات په اصل کې د ایران د جمهوررئیس حسن روحاني په پالیسو ریفرنډم دی. هغه ته په دې کریډیت ورکول کیږي چې د نړيوالو قدرتونو سره یې د ایران د اټومي پروګرام په سر موافقه وکړه او د پالیسو په نتیجه کې یې بندیزونه لیري شول.

په عین وخت کې، د مجلس خبرګان لپاره هم رایې اچول کیږي. د مجلس خبرګان د غړو وظیفه دا ده چې د ایران سترمذهبي مشر وټاکي. د خبرګانو مجلس د ایران د ستر مذهبي مشر په فعالیتونو نظارت هم کوي.

په ایران کې د انتخاباتو د جریان انځورونه
په ایران کې د انتخاباتو د جریان انځورونه

په انتخاباتو کې څه دپاسه ٥۴ میلیونه ایرانیان د رای ورکولو د شرایطو لرونکي دي. د ایران پارلمان ۲۹۰ څوکۍ لري او مجلس خبرګان بیا ۸۸ غړي لري.

د ایران پارلماني انتخاباتو ته په زرگونو تنه کاندید دي چې په هغوی کې اصلاح غوښتونکي او سخت دریځه شامل دي.

د خبرگان مجلس انتخابات په هرو اتو کلونو کې یو وار ترسره کیږي او د راپورونو له مخې کیدای شي چې د خامنه یي د عمر د زیاتوالي په وجه د هغه ځای ناستی وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG