د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې خلګ د نوي پارلمان دپاره رایې ورکوي


نن په ټول ایران کې خلک دنوي پارلمان د انتخاباولو لپاره په رایوو کې برخه اخلي. دغو انتخابي سیالیوته د محافظ کارانو چې د موجوده ولسمشر محمود احمدی نژاد ملاتړ کوی او هغو ایرانینو ترمنځ چې له هغه سره مخالفت کوي د ازمیښت په سترگه کتل کېږي. په دغو انتخاباتو کې تقرېبا 3400 کاندیدان د ایران د ولسي جرگې د 290 چوکیو لپاره د ټاکنو په سیالو کې برخه اخلي.

په هغو ٣۴٠٠ تنو کي چې په انتخابي سیالیوو کې برخه اخلي یوازي یو څو تنه داصلاحات غوښتونکي دي. د ایران محافظه کاره حکومت او دیني مشرانو د ٢٠٠٩ کال را پدې خوا چي د اصلاحاتو د طرفدارانو له خوا د ښاغلي احمدي نژاد د بیا انتخابیدو له کبله په ټول هیواد کي مظاهرې او بلواگاني وشوې، دغه تحریک په ډیر سخت ډول وځپه.

اصلاح طلبانو د احمدي نژاد په حکومت باندي انتقادونه وکړل او هغه یې په دې وغانده چي په انتخاباتو کي یې تقلب او ټگي برگي کړې ده، چي دا تور چارواکو رد کړ. رپوټ وايي له هغه وخت راهېسی دا لومړی ځل دی چې انتخاباب کېږي.

یوبل رپوټ وايي چې په اېران کې 48 ملیونه کسان په انتخاباتو کې برخه اخیستلی سي.

د ایران ستر مشر ( آیت الله علي خامنه یي ) د خلکو نه غوښتي دي چي په زیات شمیر د رایگیري مرکزونو ته حاضر شي او ویلي یې دي چي دا کار به د ایران د دښمنانو په مقابل کي د قوي او کلک اقدام څرگندوی وي. دهغه په پیغام کې لویدیځو ملکونو ته اشاره ده چي په ایران باندې یې د دغه هیواد د ذروي پروگرام له کبله بندیزونه سخت کړي دي.

دایران اصلاح غوښتونکی مشران یا په کورونو کې ن‍ظر بند شویدی او یا زندان ته غورزل شویدی او یا هم د ایران دملایانو له خوا نه تجرید شویدي. په دې توگه هغوی په دې سیالیوو کې برخه نشي اخیستلی او دایران پر خلکو ېې غږ کړېدی چې له پارلمانی ټاکنو سره پریکون اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG