د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ټولټاکنو یوه برخه پایلې د ستر مشر پلویان مخکي ښيي


د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو یوه برخه ښیي چي د ستر مشر آیت الله خامنیي طرفدران مخکي دي.د ولایتونو د ښارونو د نن ورځي د نتیجو نه ښکاري چي د ولسمشر محمود احمدي نژاد مخالفو محافظه کارانو د ایران په څو انتخاباتي مرکزونو کي د پارلمان چوکۍ گټلي دي.

د ایران د دولتي مطبوعاتو په تخمین د هغه هیواد د ۴٨ ملیون کسانو نه چي د راي ورکولو مستحق دي ٦٥ فیصدو یې خپلي رایي ورکړی دي.

دا انتخابات به د ایران په خارجي یا ذروي پالیسیو باندي دومره زیات تاثیر ونه کړي، خو د ښاغلي خامنیي دریځ به بل کال ته چي د جمهوري ریاست انتخابات به کیږي نور هم پسې پیاوړی کړي.

د دې اوسنیو انتخاباتو سره د ایران لویو مخالفو او اصلاحات غوښتونکو ډلو مقاطعه کړې وه.

XS
SM
MD
LG