د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانیان د جمعې په ورځ د نوي ولسمشر د ټاکلودپاره د رایوو صندوقونه ته ځي چې رایې واچوي. د انتخاباتو بهیر د حکومت له خوا په جدي توګه کنټرولېږي.

د ایران اتباع کولای شي چې د شپږو منظور شویو کاندیدانو له جملې نه یو انتخاب کړي. دغه کاندیدان ددغه هیواد د مذهبي مشرانو د شورا له خوا تایید شوي دي. د کاندیدانو له ډلې نه اکثره یې سخت دریځ شمیرل کېږي چې د حکومت د اوسني جوړښت ملاتړ کوي او ددغه هېواد ستر مذهبي مشر ته وفاداره دي.


د ایران ستر مذهبي مشر علي خامینيي په تهران کې خپله رایه ورکړه او د رای ګیرۍ وروسته یې وویل چې ایران به یو بایلونکی هیواد وي که چیري دې ته کښیني چې ودریږه امریکا انتخابات ومني.

ایران خپل ټول سرحدات تړلي دي، لاریون کوني یې بندیان کړي دي او ځیني خبریالان یې هم نیولي دي.

شاوخوا ۵۵ میلیونه ایرانیان د رای ورکولو دپاره واجد شرایط دي .

د انتخاباتو وړونکی به د ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای ونیسي. احمدي نژاد ددغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ نشي کولای چې د دریم ځل لپاره ځان کاندید کړي.
XS
SM
MD
LG