د لاس رسي وړ اتصالات

حسن روحاني بیا د ایران ولسمشر شو


په ایران کې د جمهوري ریاست انتخابات خلاص شول او اوسنی ولسمشر حسن روحاني په کې بریالی اعلان شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدلرضا رحماني فضلي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ۹۹ فیصده رایې شمیرل شوي دي چې له مخې یې حسن روحانی ۲۳ میلیونه ۵۴۹ زره او شپږ سوه شپاړس رایې ګټلې دي..

هغه وویل "روحاني د اوه پنځوس سلنه رایو په ګټلو سره د ایران د ګرانو خلګو منتخب جمهور رئیس ټاکل شوی دی. رئیسي د اته دیرش او پنځه سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام خپل کړي دي، په داسې حال کې چې مصطفی میرسلام ۴۷۸۲۱۵ او هاشمي طبا۲۱۵۴۵۰ رایې ترلاسه کړې."

روحاني د خپل راتلونکي په اړه د ایران په هغې تاریخي آټومي معاملې اتکا درلوده چې پرتهران د بندیزونو د نرموالي سبب شوه.رئیسي په دغه معامله نیوکه کړې ده، ځکه چې له مخې یې د ایران په بانکې او مالي خدمات بندیزونه لا هم لیرې شوي نه دي.

سییاسي شننونکو پیشبینې کړې وه چې روحاني به دغه ټاکنې وګټي. د هغه سیال ابراهیم رئیسي زیاتره تمرکز پر اقتصاد و. هغه ته د ډیرو له خوا د آیت الله خامنه ايي د خوښې کاندید په توګه کتل کیدل.

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر د ټاکنو له ګټلو نه وروسته په لومړۍ وینا کې وویل چې دغو ټاکنو وښوده چې ایرانیان له نړیوالو سره د روابطو لرل غواړي او هغوی د هغو سخت دریځو مخافینو غوښتنې رد کړې چې د اصلاحاتو مخه نیسي.

هغه ټینګار وکړ چې د یوې لا آزادې ټولنۍ د رامنځته کولو او د اقتصاد د ښه کولو لپاره به د خپل کمپاین ژمنې پرځای کړي.

د تهران ځینې اوسیدونکو د روحاني د بیا ټاکل کیدو په اړه مثبت غبرګون څرګند کړی دی. هغوی هیله لري چې په هغه هیواد کې به نور اقتصادي اصلاحات رامنځته شي او له لویدیځ سره به سوله ائیز ارتباطات دوام وکړي.

عارش ګرانمایه چې په تهران کې د کافۍ دکان لري د ټیلیفون له لارې وویل "مونږ وګټله. مونږ هغه څه وکړل چې د هیواد لپاره یې باید وکړو. اوس د روحاني وار دی چې خپلې ژمنې پوره کړي."

د صدرا په نامه دتهران یو اوسیدونکی وویل چې زیات خلک غواړي چې حسن روحاني د دوهم ځل لپاره وټاکل شي او اوسنۍ سوله ائیزه فضا دوام وکړي. هغه زیاته کړه چې بل لوري ته ولسمشر ټرمپ دی نو که یو بدلون راغلی وای، نو وضعیت به بله بڼه درلوده.

د پوهنتون محصل پوریا مولايي وویل "زمونږ ډیره تمه داده چې هغه به د نړیوالې آټومي موافقې له مخې ټول بندیزونه لیرې کړي. زه فکر کوم چې دا د هغه ستر هدف هم دی."

خو د تهران یوې بلې اوسیدنکې د خلکو له خوا د خوشحالیو کولو پر مهال پیشنهاد وکړ چې خلک باید له اقتصادي فرصتونو نه برخمن واوسي.

هغي وویل "څرنګه چې زه په کار پسې ګرځم، داسې یو کار مې پیدا کړی نه دی چې مناسب وي او کافي غواید ولري."

که څه هم د ایران اوسني ولسمشر د لا زیات اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره ټاکنې ګټلې دي، خو هغه د محافظه کاره دیني عالمانو رضایت ته اړتیا لري چې خپله اجنډا پرمخ بوځي. هغوی لا هم په هغه هیواد کې وروستی قدرت لري.

په متحده ایالاتو کې سټنفرډ په پوهنتون کې د ایراني څیړنو رئیس سید عباس میلاني وايي روحاني په تیرو لسو ورځو کې ځینې لوړې غوښتنې کړي دي، نو څرګنده ده چې هغه به له ځینو ژمنو نه پرشا نشي.

خو کریم سجادپور چې د کارنیګي په څیړنیز مرکز کې دنده لري وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنې د څو کلونو له ناامیدۍ نه وروسته لنډه خوشحالي لري.

هغه زیاتوي "دموکراسي په ایران کې په هرو څلورو ورځو کې یوازې د څو ورځو لپاره غوړیږي، خو د مطلقه سیستم پسرلی د تل لپاره وي."

نوی ټاکل شوی جمهور رئیس به د ټرمپ له ادارې سره هم یو پیچلی ارتباط ولري چې د هغه آټومي تړونپه اړه زړه نازړه ده چې پخواني جمهور رئیس بارک اوباما یې په اړه موافقه کړې وه. ولسمشر ټرمپ دا په وار وار یوه ناوړه معامله بللې ده.

ولسمشر ټرمپ نن سعودي عربستان ته ورسید. سعودیان په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر دښمنان دي او تمه کیږي چې هغوی به ټرمپ فشار واچوی له دغې آټومي معاملې نه پر شا شي.

XS
SM
MD
LG