د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اروپايي اتحادیې د وړاندیز هرکلی کړی


From right, Lebanese Christian leader Michel Aoun, Iranian President Mahmoud Ahmadinejad and Iranian ambassador to Lebanon Ghadanfar Rukun Abadi, listen during a meeting between Ahmadinejad and Lebanese politicians at a hotel in Beirut, Lebanon, Thursday,

From right, Lebanese Christian leader Michel Aoun, Iranian President Mahmoud Ahmadinejad and Iranian ambassador to Lebanon Ghadanfar Rukun Abadi, listen during a meeting between Ahmadinejad and Lebanese politicians at a hotel in Beirut, Lebanon, Thursday,

داېران د باندنیو چارو وزېر منو چهر متکي ددغه هېواد داټومي پروگرام په هکله دنړۍ د سترو قدرتونو سره دخبرو د شروع کولو لپاره داروپاېې اتحادیې د وړاندېز هرکلی کړی دی.

متکی نن دجمعې په ورځ خبرېالانو سره دخبرو په وخت د اروپاېې اتحادیې دخارجي روابطو د چارو رئېسې مېرمن کاترېن اشټان وړاندېز ېوه ښه خبر وباله.

پرون دمېرمن اشټان ددفتر ېوه وېاند ووېل چې اېران سره به د خبرو نوی روند د نوامبر په نېماېې کی په وېانا کې شروع شي. ښاغلي متکي هم د خبرو لپاره د نوموړې نېټې دټاکلو وړاندېز کړی ؤ .

داېران سره به په خبرو کې به دملگرو ملتونو دامنېت دشورا پنځه دایمي غړي او المان برخه اخلي، چې د پنځه جمع ېو په نامه ېادېږي .

اروپاېې اتحاد څه موده مخکې اعلان کړی ؤ چه اېران سره بېا د خبرو شروع کول غواړی. د ېوه پلان له مخې ټاکل شوې ده چې اېران به د ټیټې درجې غني شوي ېورانېم د تصفېه شوو ېورانېمو د مېلو په بدل کې خارج ته ولېږی. اېران کولی شي چې دطبي پلټنو لپاره ورنه په لابراتوار کی استفاده وکړي مگر دپوځي مقاصدو لپاره ورنه گټه نه شي اخېستلی.

امرېکا او ېو شمېر لوېدېز قدرتونه پر اېران باندې دا تورلگوي چې غواړي اتومي بم جوړ کړی مگر اېران انکار کوي او واېي چې دسوله اېزو مقصدونو دحاصلولو لپاره ېې اتومي پروگرام فعال کړی دی. ملگرو ملتونو او اروپايي اتحادیې داېران خلاف ېو لړ سخت اقتصادی بندېزونه لگولي دي.

XS
SM
MD
LG