د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې پیل کړې


ایران د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې پیل کړې
ایران د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې پیل کړې

د ایران د اتومي چارو لوړپوړي چارواکي د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د رئیس سره په ژنیو کې د تهران د جنجالي اتومي پروگرام په هکله خبرې پیل کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشتون نن د ایران له استازي سید جلیلي او د امریکا، روسیې، چین، بریتانې، فرانسې او جرمني له دیپلوماتانو سره د خبرو مشري کوله.

دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ایران د اتومي انرژۍ رئیس علي اکبر صالحي وویل چې هیواد یې د یورانیمو د غني کولو له لومړي پړاو وروسته د اتومي سونگ موادو له درکه په ځان متکي دی.

د ژنیو خبرې په تیر کال کې لومړنۍ خبرې دي چې د ایران د اتومي اجندا په اړه د اندیښنو د راکمولو په مقصد کیږي.

ایران د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې پیل کړې
ایران د اروپايي ټولنې له مشرانو سره خبرې پیل کړې

تهران وایي چې اتومي وسلې نه غواړي، خو دا چې د اتومي وسلو د تولیدولو لپاره خپل گنجایش دومره لوړوي، نو که تهران د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غوښتنو ته ځواب ونه وایي، نه اسرائیل او نه هم امریکا د هغه هیواد په وړاندې د نظامي برید امکان رد کړی دی.

نننۍ خبرې د سویس په ژنیو کې وشوې او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې کاترین اشتون د ایراني استازي سید جلیلي سره وکتل او بیا د اروپایي ټولنې او امریکا د هیتونو په گډون خبرې پیل شوی. خو د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو د هیتونو یو رئیس د نوم د نه څرگندولو په شرط خبریالانو ته وویل چې هغه له دې خبرو څخه دومره انتظار نه لري.

ددغو شپږو ځواکمنو هیوادو اوږدمهاله هدف دادی چې ایران دې ته اړ کړي چې د یورانیمو د غني کولو نه لاس واخلي چې هم د اتومي ریکتور لپاره د سونگ مواد برابروي او هم په اتومي وسلو کې ترې استفاده کیږي.

خو ایران پرون په بې پروایی سره وویل چې هغوی ددې توان لري چې د یورانیمو خام مواد تولید کړي چې پخپله د یورانیمو د غني کولو پروسه پرمخ بوزي.

XS
SM
MD
LG