د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي عبدالمالک ریگي یې اعدام کړ


ایران وايي عبدالمالک ریگي یې اعدام کړ
ایران وايي عبدالمالک ریگي یې اعدام کړ

ایران د هغی سني یاغی ډلی مشر اعدام کړی چی د ملک په جنوب ختیځه برخه کی یی وژونکی حملی کړی وی.

د ایران دولتی مطبوعات وایی چی عبدالمالک ریگی نن سهار د ایران د ایوان په زندان کی په دار وځړول شو.

په هغه باندی د تروریزم او د جندالله د یاغی ډلی سره د ارتباط لرلو الزام لگول شوی ؤ.

د ایران مطبوعات رپوټ ورکوی چی ریگی د قربانیانو د ځینو کورنیو په مخکی اعدام شو.

عبدالمالک ریگی د فبرورۍ په میاشت کی د ایران د استخباراتو لخوا څو میاشتی وروسته له هغه ونیول شو چی د هغه ډلی د هغی بم چونی مسؤلیت په غاړه واخیست چی په لس گونو خلک پکی ووژل شول.

د جندالله ډله وایی چی د اکتوبر په میاشت کی یی د سیستان بلوچستان په ایالت کی د بم په حملی کی لاس درلود. په دی حمله کی د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د غړو په شمول ٥٧ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG