د ایران جمهور ریس احمدی نژاد خپل د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکی له کاره برطرفه کړ.
ښاغلي احمدی نژاد د ایران د اټومی پروگرام مشر علی اکبر صالحی یی د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست په حیث وټاکه.
د ایران نیمه رسمي خبري آژانس مهر رپوټ ورکړی چې ښاغلي احمدی نژاد متکی ته یو لیک استولی او د هغه د خدمت نه یې په دې لیک کې مننه کړې ده.
صالحي د جمهور رئیس د نژدې انډیولانو له جملی نه دی.