د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کړی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړپوړوي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو لوړپوړوي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنو کې هڅه کوي، ترڅو د ایران او افغانستان دوه اړخیزو اړیکو ته ښه مسیر پيدا او دا اړیکې په یو مضبوط چوکاټ کې د اوږدې مودې لپاره پياوړې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې نن یکشنبه په کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره خبري غونډې ته خبرې کولې وویل ایران او افغانستان په یوه خطرناکه سیمه کې سره ګډ ژوند کوي او په ويناء یې پدې سیمه کې ترهګري او سخت دریځي د پردیو د خوځښتونو پایله ده.

ایران چې په مسلسل ډول د افغانستان د سیمیزو چارواکو له خوا د وسله والو مخالفینو سره په لاس لرلو تورن شوی دی، نن ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د ایران، افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل "مونږ اړ یو چې پرته له کوم توپيره د ترهګرو ډلې وځپو هغه ډلې چې له تاوتریخوالي ګټه پورته کوي".

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم له ترهګرۍ سره په مبارزه ټینګار وکړ او وې ویل چې له ترهګرۍ سره نړیواله مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدی شي، چې اسلامي هیوادونه هم پکې فعاله ونډه واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر رباني وویل" په بلخ کې د شاهین په قول اردو له برید څو ورځې وروسته د ایران په سرحدي ځواکونو ترهګریز برید چې څو ایراني سرحدي سرتیري پکې ووژل شول، دا دواړه بریدونه یوه ريښه لري، دا بریدونه د ایران او افغانستان له پولو باندې طرحه شوي وو".

ښاغلي رباني په سیمې غږ وکړ چې د ترهګرۍ په ملاتړو هیوادونو کې دې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یووړل شي او که پدغو هیوادونو فشار را نه وړل شي، سیمه به امنیت ونه ویني.

په ایران کې افغان کډوال

د ایران او افغانستان دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو پدې خبري ناسته کې وویل چې په ایران کې د افغان مهاجرینو په وضعیت یې هم خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې دم ګړۍ درې ملیونه افغانان په ایران کې مهاجر دي، چې یو شمېر قانوني اسناد لري او یو شمېر یې نه لري، هغه وویل" مونږ به هغو ته قانوني اسناد برابر کړو چې قانوني ندي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پدغه هیواد کې ۴۱۰ زره افغان زده کوونکي ښوونځيو ته ځي او ۱۷ زره محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.

سیاسي څېړونکي وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر مهم دی او د افغانستان او ایران ترمنځ نسبتا غلې اړیکې به له سره ښې کړي.

XS
SM
MD
LG