د لاس رسي وړ اتصالات

ولې سږکال ایرانیان حج ته نه ځي


د ریاض او تهران اړیکې تېرکال د حج په مراسمو کې، چې د کرن د غورځېدو او ټیل ماټیل کې سلګونه ایراني  حاجیان مړه شول، خرابې شوې
د ریاض او تهران اړیکې تېرکال د حج په مراسمو کې، چې د کرن د غورځېدو او ټیل ماټیل کې سلګونه ایراني  حاجیان مړه شول، خرابې شوې

د ایران مطبوعات وايي ایرانیان سږکال حج ته تللی نشي، ځکه چې د تهران او ریاض ترمنځ موافقه ونشوه. دواړو غاړو خبرې کولې، چې سږکال ایرانیانو ته د حج زمینه برابره شي، خو داسې ښکاري چې موافقې ته ونه رسېدل.

د ارنا خبري اژانس وايي، چارواکو دا پرېکړه له ایراني پلاوي سره د سعودي عربستان د مقاماتو د ناسم چلند له کبله کړې ده، اژانس د ایران د کلتور او ارشاد اسلامي د وزیر،علي جنتي، له خولې دا خبر خپور کړی دی.

ښاغلي جنتي د یکشنبې په ورځ وویل "موږ تر نن پورې د سعودي ځواب ته منتظر و. خو په دوه اړخیزې غونډې کې د سعودي چال چلند او د خنډونو جوړولو ته په کتو، ایرانیان نشي کولی، چې سږکال خپل دیني مناسک ادا کړي".

نوموړي وویل چې د دې خبرې رسمي اعلان به د دوشنبې په ورځ وشي. خو، ځینو نور مطبوعاتو راپور ورکړی، چې لا هم په دې اړه د سعودي او ایران ترمنځ د موافقې امکان لیدل کیږي.

د ریاض او تهران اړیکې تېرکال د حج په مراسمو کې، چې د کرن د غورځېدو او ټیل ماټیل کې سلګونه ایراني حاجیان مړه شول، خرابې شوې.

له دغې پېښې وروسته، بیا سعودي د ترهګرۍ د پارولو په تور یو مخکښ شعیه عالم اعدام کړ، چې پر ضد یې ایرانیانو مظاهره وکړه او په تهران او ریاض کې یې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ برید وکړ.

سعودي له دغې پېښې سملاسې وروسته له ایران سره خپل ډيپلوماتیک روابط وشلول. په ایران کې اکثریت شعیه ګان او په سعودي کې سونیان دي.په سعودي کې هرکال د نړۍ میلیونونه انسانان حج کوي.

XS
SM
MD
LG