د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یوه امریکايي سیلانۍ خوشې کړه


ایران د یو کال بندنه وروسته یوه امریکا ئې ښځینه سیلانې خوشی کړه او دخپلی مور سره یوځای شوه.

ماموران وائې، دوه دیرش کلنه سارا شورډ پرون دسه شنبی په ورځ په تهران کې دایون له زندان نه دخوشی کیدو نه څوساعته وروسته دعمان په هوائې میدان کې خپلی مورته ورغاړیوته.

شورډ خوشی کړی شوه خو دهغې دوه سیلانی ملگری شان بووراو جوش فتل تراوسه دایران په زندان کې دی. ددوه زره نهم کال دجولای په میاشت کې دغه دری واړه سیلانیان دعراق له شمال نه دایران خواته اوښتی وو . مقاماتو پدی تور چې جاسوسان دی او هیواد ته په غیر قانونی توگه ورننوتی دی، بندیان کړل.دکورنی غړی ئې وائې، دوی په غلطی کې له سرحد نه اوښتی وو.

جمهوررئیس بارک اوباما دشورډ دخوشی کیدو په خبر باندی خوشحاله شو.ښاغلې اوباما پرون دسه شنبی په ورځ په یوه بیانیه وویل، دی هیله من دی چې دایران حکومت به پاتی دوه نوری سیلانیان او نور امریکایان چې لادرکه شوی یا په ایران کې بندیان دی خوشی کړی.

دایران مقامات وائې، دبووراو فتل بند به دوه میاشتی نور هم وغزول شی.

XS
SM
MD
LG