د لاس رسي وړ اتصالات

ایران بندي شوی آمریکايي تجار آزاد کړ

Reza Taghavi answers questions as his daughter Leila, left, and son Nima look on at Los Angeles International Airport upon his return after being detained in Iran for more than two years, Thursday, Oct. 21, 2010, in Los Angeles. (AP Photo/Mark J. Terrill)

یو امرېکايي تاجر چې په اصل کې اېرانی دی او دوه کاله ېې د اېران په ېوه زندان کې تېر کړي دي د خوشي کېدلو نه وروسته اوس بېرته امریکا ته رارسېدلیْ دیْ.

رضا تغوي پرون ناوخته دخپل قانوني وکیل او ېوه پخواني امرېکایې ډیپلوماټ (پېېري پراسپر) سره یو ځای د لاس انجلېس په هوایي مېدان کې د الوتکې نه راښکته شو. تغوي ووېل چې امریکا ته په خپل بېرته راتگ باندي خوشحاله دی.

تغوي چې ۷۰ کلن دی او په منظم ډول یې اېران ته د تجارتي کاروبار لپاره سفرونه کول ، تقرېبا دوه نېم کاله مخکې اېراني چاروکو ونېوه او د تهران د ایوین په زاندان کې قید شو.

اېراني مقاماتو پر هغه باندې دا تور لگولی و چې دېوه سړي په لاس ېې ېوې ېاغي ډلې ته وړم کال په تهران کې دوه سوه ډالر دمرستې په توگه لېږلی ؤ.

تغوی نوموړي سړي ته دپیسو ورکول منلي دي خو وایي چې له ترهگرۍ سره ېې د اړېکو نه خبر نه ؤ. اېراني مقاماتو تر اوسه پورې په هغه باندي د جرم د ارتکاب تور نه دی لگولی.

XS
SM
MD
LG