د لاس رسي وړ اتصالات

ایران نور سیاسي بندیان هم اعدام کوي


ایران نور سیاسي بندیان هم اعدام کوي

ایران نور سیاسي بندیان هم اعدام کوي

د بشري حقونو سازمان او د ایران د حکومت د مخالفو ګوندونو د مبارزینو کورنیو د " خدای د دښمن" په تور د خلکو اعدام کول غندلي دي.

هغوي همدارنګه خبرداری ورکړیدی چې د ایران سترې محکمې د هغوي د کورنیو د ځینو غړو د اعدام کیدو امر صادر کړیدی او ډیر ژر به په دار وځړول شي.

د بشري حقونو نه د سرغړوانې په خاطر یو ځل بیا د ایران حکومت ته د نړۍ پام وراوښتی دی ځکه چې د ایران د حکومت په وینا د خدای د دښمن په نامه د ځینو سیاسي بندیانو د اعدام کولو وخت رالنډ شویدی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د سه شنبې په ورځ د ایران لخوا په اعدام باندې د خلکو محکوم کول وغندل. هغې د ایران د حکومت نه په ټینګه وغوښتل چې خپله پریکړه دې ودروي. میرمن کلنټن د ایران د حکومت نه دا هم وغوښتل چې د د سیاسي او مدني حقونو د نړیوالو کنوانیسونونو پریکړو ته په پام سره دې خپل نړیوال مکلفیتونه پر ځای کړي.

د بهروز کاظمي په نامه د یوه تن پلار چې جعفر کاظمي نومیږي د ایران د ایون په زندان کې بندي دی او ویل کیږي چې د هغه د اعدام کولو وخت هم رارسیدلی دی.

" دی وایي تر نیول کیدو وروسته یې پلار په زندان کې زیات کړول کیده، خو ایراني چارواکو د درېو اونیو راپدیخوا د هغوي کورنۍ ته اجازه نه ورکوي چې د پلار سره وګوري او وایي چې اوس زیاته اندیښنه لري. "

بهروز کاظمي چې اوس په ګاونډي هیواد عراق کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوی ، یو ځل بیا وایی چې پلار یې یوازې عراق ته پدې خاطر راغلی ؤ چې زما سره وګوري او په همدې جرم اوس بندي دي.

"‍ په ایران کې زما ژوند په خطر کې ؤ نو ځکه دوه کاله وړاندې ما په ایران کې ژوند پریښود او دلته په عراق کې د اشرف په کمپ کې ژوند کوم. د ایران حکومت زما پلار پدې خاطر بندي کړیدی چې هغه یو ځل دلته راغلی ؤ او زما سره یې ملاقات کړی ؤ. "

د بشري حقونو ډله همدارنګه وایي چې د جعفر کاظمي سربیره ځیني نور کسان هم د ایون په زندان کې د خدای د دښمن په جرم بندیان دي او دیته انتظار باسي چې کله به اعدام کیږي.

دغه ډله وایی چې په بندي کسانو کې علي ساریمایي، عبدالرضا غنباري، احمد دانشپور مقدم، محسن دانشپور مقدم، محمد علي حاجي آغایي او جواد لاري شامل دي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې یو تن چارواکی فراز سنایي وایي داسې ښکاري چې د ایران سترې محکمې به ددغو اوو کسانو د اعدام کولو امر منظور کړی وي.

" داسې ښکاري چې د ایران سترې محکمې به پدغو کسانو باندې د اعدام حکم منظور کړی وي، او اوس دغه امر د قضا د حکم د تطبیق کولو څانګې لیږل شویدی نو د دې خطر شته چې دغه کسان به ډیر ژر اعدام شي. "

په تهران کې د فرانسې سفیر فرانکویز نکولاد وایي زیات شمیر هغه کسان چې په اعدام محکوم شویدي، د هغوي قضیې دومره سختې ندي.

" پدې ټولو قضیو کې د محکمو جریان هغه شان نه وي چې مونږ ورته محکمه وایو، پدې باندې لګول شوي تورونه هیڅ شی هم ندي او پدې باندې چې د څه شي په خاطر دغه امر صادر شویدی، هغه هم هیڅ شی ندی خو له بده مرغه چې دا د ایرانیانو عدالت او انصاف دی. "

د فرانسې سفیر ښاغلی نکولاد همدارنګه ټینګار کوي چې سیاسي بندیانو ته د مدافع وکیل د لرلو په برخې کې ډیر لږ حق او یا بیخې حق نه ورکول کیږي.

" سیاسي بندیانو ته کله نا کله مدافع وکیلان ورکول کیږي خو هغوي پدې برخې کې ډیر لږ نقش لري. ډیر وخت مدافع وکیلانو ته د بندیانو دوسیې د محکمې د کار نه یوازې څو دقیقې وړاندې ورکول کیږي. او حتی هغوي ته دا اجازه هم نه ورکول کیږي چې د خپل موکل سره وګوري نو دا د قضا پیښې کول دي او اصلي قضا بیخې نده. "

محمد مصطفایي چې د بشری حقونو مدافع وکیل دی او د څو تنو سیاسي بندیانو وکالت یې کړیدی، هغه هم څه موده وړاندې دیته مجبور شو چې د ایران نه جلا وطنه شي. ځکه چې حکومت د هغه د توقیف امر صادرکړی ؤ. حکومت د ښاغلي مصطفایي پر ځای د هغه میرمن او اوښی بندیان کړیدی چې په هغه باندې فشار راوړل شي چې بیرته ایران ته راستون شي.

د تهران یو شمیر څارنوالان په مصطفایي باندې تور لګوي چې رشوت یې خوړلی دی.

XS
SM
MD
LG