د لاس رسي وړ اتصالات

د م م د اتومي چارو اداره د ایران سره خبرې پیل کوي


د ملګرو ملتونو د اتومی چارو د څارنې موسسې دا خبره تایید کړه چې د مې د میاشتی په نیمایی کی به د ایران سره خبری بیا شروع کړي. څه باندی دوه میاشتی مخکی د ایران سره د اتومی مسلی په سر خبرې ناکامی شوی وې.

د بین المللی اتومی انرژی د موسسې نطاقې ګیل توډر وویل ، دا غونډه به د مې د میاشتې په څوارلسم او پنځلسم په ویانا کې د ایران په دیپلوماتیک مرکز کی وشی. نطاقې ټوډر پرون په ای مېل کی دا خبره کړیده چې ددی خبرو مقصد دادی چې هغه مذاکرې ادامه ومومی چې ددی کال په سر کی شروع شوی وې.

هغی په هغه رپوټ تبصره کوله چې پرون د جمعې په ورځ ، د ایران رسمی خبری اژانس ایرنا ، د ایران د اتومی چارو خاص استازی علی اصغر سلطانی له قوله رپوټ ورکړ چې دا خبری به بیرته پیل شی.

واشنګتن او ملګری یی فکر کوی چې تهران د اتومی وسلی په جوړولو بوخت دی.

تهران ټینګار کوی چې اتومی پرګرام یی سوله ایز دی، او د یو لړ بندیزونو با وجود یی نه ده منلی چې د یورانیمو دغنی کولو نه لاس واخلی.

د بین المللی اتومی انرژی موسسی تیرکال یو رپوټ خپور کړ چې د ایران د اتومی څیړنی او فعالیتونو جزیییات په کی بیان شوی و او هغه رپوټ د غرب شکونه لا پسې قوی کړل.

د اتومی انرژی بین المللی موسسه غواړی چې ایران هغو سوالونو ته ځواب ووایی چې دغه رپوټ مطرح کړیدی.

ایران د غرب دغه الزامونه جعلی بللی او هغه یی رد کړی دی.

ښاغلی سلطانی ایرنا ته وویل ، د خبرو د شروع کولو دپاره د تهران تصمیم ، دهغې د ټولو اتومی فعالیتونود سوله ایز ماهیت ښیی او دا کومی ادعاګانی چې د ایران په ضد شویدی ، هغه ټولی بې بنیاده

XS
SM
MD
LG