د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلي ډيپلومات د حملې په تړاو هندي تحقیق کونکي ایران ته ولاړل


په نوې ډیلۍ کې پولیسو نن د دوشنبی په ورځ وویل چې دوه هندي تحقیق کونکي تهران ته ولاړل چې د هغه مشکوک ایراني نه پوښتنی وکړي چې گمان کوي د بم په هغه حمله کې يي لاس لاره چې په نوی ډیلې کې داسرائیلي ډیپلومات میرمن پکی زخمی شوی وه .
د پولیسو یو صاحب منصب چې نه غواړی نوم يي واخیستل شی ، وویل دغه تحقیق کونکي تیره اونۍ وروسته له هغې تهران ته ولاړل چې مقاماتو ددې قضیې د تعقیبولو په موخه د هند غوښتنه ومنله .
په نوي ډیلې کې پولیسو د دریو ایرانیانو د نیولو امر کړیدی چې گمان کوي دغه حمله يي کړی یا يي پلان جوړ کړیدی. دوي وايي، مخکي لدې نه مخکي چې نوې ډیلی ته را ستانه شي په روان کال کې یې دغه پلان عملی کړی او د دوه زره یولسم کال د مې په میاشت کې يي د اسرائیلو د سفارت په هکله معلومات ترلاسه کړي دي.
پولیس وايي، دوه تنه ایرانیان د حملې نه د مخه له هند نه وتلی وو مگر مخکی د هغه هندی خبریال سره په تماس کی وو چې په دغه توطئیه کې د لاس لرلو تور پری لگیدلی دی. دریم ایرانی د حملی نه وروسته د هند نه ووتی.
یو ددغو کسانونه چې حسن افشار نومیږی، د مسعود صداقت زاده سره په تماس کی و . دی هغه ایرانی دی چې د نوی ډیلې د حملی نه یوه ورځ وروسته د بنگاک په چاودنه کې د لاس لرلو تور ورباندی ولگید. صداقت زاده وروسته بیا په ملیزیا کې ونیول شو.
رپوټونه وايي چې پنځوس کلن مستقل هندي خبریال سید محمد کاظمی چې د ځینو ایرانی خبری آژانسو لپاره کار کوي، یوازینی کس دی چې په پنځه میاشتنیو تحقیقاتو کې د نوې ډیلۍ د چاودنې په ارتباط نیول شویدی. دی د تروریستی فعالتیونو، دقتل او نورو غیرقانونی فعالیتونو د تور سره مخامخ دی. که په ده باندې دا تورونه ثابت شي، نو کیدای شي د عمری بند سزا سره مامخ شي. ده ټول هغه تورونه رد کړل چې دده په خلاف لگول شویدی.
دپولیسو یو مامور وویل، توقع ده چې هندی تحقیق کونکي پدی هفته کی بیرته له ایران نه را ستانه شي.
په عینی وخت کې د اینډین ایکسپرس په نامه ورځپاڼې رپوټ ورکړیدی چې احتمال لري هندی تحقیق کونکي دپخواني شوروی اتحاد جمهوریت گرجستان ته ولاړشي چې هلته د نوی ډیلې د حملې په ورځ د اسرائیلی ډیپلومات په موټر کې بم پیدا شوی و.
په بله ورځ يي درو ایرانیانو په تصادفی توگه د تائلینډ په پائتخت کې خپل کور الوزولی و.
XS
SM
MD
LG