د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اسرایلو په هکله د ورحاني خبرې تحریف شوي


د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني د جمعې په ورځ د لوړې د مراسمو پر مهال وویل چې اسرایل یو داسي زخم دی چې باید لیري کړل شي. دغه خبره د ایران او نړیوالو مطبوعاتي سرچنیو له خوا خپره شوې ده.

د ایران رسمي خبري آژانس بیا وروسته وویل چې د ښاغلي روحاني خبرې تحریف شوي دي. نوموړي آژانس د هغې مرکې ویډیو خپره کړې چې په کښي د ایران ولسمشر روحاني ویلي وو چې د فلسطیني ځمکو غصب په اصطلاح د اسلامي نړۍ په بدن کې یو زوړ زخم دی.

دغه ویډیو چې د امریکا غږ د فارسي شعبې له خوا خپره شوې په مستقله توګه تاییدیدای نشي.

هغه د جمعې په ورځ چې خلګو د قدس ورځ لمانځله دغه خبرې کړي دي.

د ایران په خبري ریپوټونو کې ویل شوي دي چې ولسمشر روحاني د اسرایلو پر هڅو باندي چې د فلسطین سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، شک څرګند کړی دی.

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو د ښاغلي روحاني پر څرګندونو باندي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران مشر بالاخره خپله اصلي څهره څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه چې د روحاني خبرې د اسرایلو پر ضد د ایران د پلان یوه برخه ده.
XS
SM
MD
LG