د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: اسرایل به پر سوریې باندي د برید په خاطر پښیمانه شي


یوعالي رتبه ایرانی مامور وایي اسرایل به په سوریې باندې د خپلې تازه حملې په سر پښیمانه شي. د ایران د ملي امنیت د شورا مشر سعید جلیلي د دوشنبې په ورځ په دمشق کې د سفر په وخت کې وویل د نړی مسلمانان د سوریې ملاتړ کوي.

جلیلی دا خبرې د اسرایلو د دفاع د وزیر د خبرو نه یوه ورځ وروسته کړیدي. نوموړي ویلي وو چې په سوریه کې د تیرې هفتې حمله ښیي چې اسرایل لبنان ته د وسلو د بهیر د مخنوی په هکله جدي دی. د اسرایلو د دفاع د وزیر د دې خبرو نه داسې ښکاري چې مقصد یې دا و چې حکومت یې ددغو عملیاتو ملاتړی و.

اسرایلو لومړی د دې حملې په هکله ځان غلی نیولی و. امریکا او سیمه ایزی منابع وایي، د اسرایلو الوتکو چې په سوریه کې د الوتکو ضد کاروان ویشتلی دی، ددې نه معلومیږي چې احتمالا دا وسلې د لبنان ملیشو حزب الله ته وړل کیدلې.

د اسرایلو چارواکي براک چې په میونیښ کې یي امنیتی کنفرانس ته وینا کوله ، مستقیما ددې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخستی خو په خپل هیواد کې یې د دې عملیاتو په باره کې په لومړي ځل دا خبره کړیده چې دا هوایي حمله د دی ثبوت دی چې کله ،،مونږ څه ووایو ، هغه کوو. مونږ وایو چې باید لبنان ته د پرمختللو وسلو مخه ونیول شي.،،

یهود براک وویل زه په هغو خبرو نور څه نه شم علاوه کولی چې تاسو د وخته په ورځپاڼو کې لوستلی دی چې په سوریې کې څه حآل دی.

XS
SM
MD
LG