د لاس رسي وړ اتصالات

انځورونه: ننګرهار کې د ايران خلاف مظاهرې


انځورونه: ننګرهار کې د ايران خلاف مظاهرې
انځورونه: ننګرهار کې د ايران خلاف مظاهرې

دغه مظاهره کوونکي چې شمېريې سلګونوته رسېده زياتره په کې ښځې اوماشومان وو.

دوی د ښارپه واټونو کې د ګاونډيو هېوادنو په تېره دايران پر وړاندې د مرده باد شعارونه ورکول اوددغه هېوادله خوايې ددسياسي بنديانواعدامولوغندنه کوله.

دوی پرافغان دولت او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پرايران دې فشارراوړي چې له دغه عمله لاس واخلي اوافغانان نور دسياسي بنديانوپه نوم ونه وژني.

دوی ويل په دې تېرو وختونو کې زيات شمېرافغانان دسياسي بنديانوپه نوم په زندانونوکې د ايران له خواووژل شول خوافغان دولت په دې برخه کې هېڅ عکس العمل ونه ښود.

دغو مظاهره کوونکيو پر ايران غږ وکړچې په نړۍ کې دسياسي بنديانودازادۍ جنورۍ ٢٩ته په درناوۍ دې له خپلوزندانونوڅخه ژرترژره سياسي بنديان خوشې کړي.

دوی ايران په نړۍ کې د يو فاشېست هېواد په توګه ياداوه اوويل دغه هېواد په افغانستان کې د يو فاسد او ضعيف حکومت له برلاسۍ ناوړه ګټه اخلي.

دوی دا هم ويل دوی په خپل هېواد کې بهرنيان او د هغوي لاس وهنې نه شي زغملى.

دغه مظاهرکوونکي پرداسې مهال دايران دولت پرړاندې په مظاهره لاس پورې کوي چې په دې وروستيوکې ايران دولت افغانستان ته ددغه هېواد پرخاوره دتېلوپرلېږدوونکيوموټروهم بنديز لګولى وچې ولسي خلکو ددغه هېواد ددغه عمل پر واړاندې پرمظاهرو لاس پورې کړ.

د رسېدلو رپورټونو پر بنسټ دا مهال زيات شمېر افغانان په دغه هېواد کې له سختو شکنجو او تاوتريخوالي سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG