د لاس رسي وړ اتصالات

خامنیي وایي چې د غرب د وسلو د تړون نه سرغړونه به بدې پایلي ولري


د ایران روحاني مشر ایات الله خامنیي د سه شنبې په ورځ خبردارې ورکړ چې که چیري د امریکا ولسمشرۍ ته کاندیدانو د اتومي وسلو په باره کې د تړون نه سرغړونه وکړه نو هغه به هم دغې تړون ته اور واچوي.

د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ د تیر کال د اگست په میاشت کې وئيلي وو چې د اتومي وسلو په باره کې تړون نه سرغړونه به اسانه نه وي. خو که چېرې هغه ولسمشر وی نو هغه به په دغه تړون کې دومره مشکل شرایط لیکلې وی چې د ایران لپاره به دهغې نه سرغړونه بېخي گرانه او مشکله وه.

که چیري ډانلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توگه انتخاب شي نو کیدای شي د امریکا او د ایران تر منځ اړیکي خرابي شي.

خامنیي وویل چې ایران به اول د اتومي وسلو د تړون نه سرغړونه ونکړي او خپل لوظ ته به ژمن پاتي شي.خو که چېرې د امریکا راتلونکي ولسمشر د تړون نه سرغړونه وکړي نو ایران به هم دغه تړون بې اعتباره او د هغه په ا صطلاح به ورته اور واچوي.

خامنايي په دغه موخه د چا نوم وانخیست.

د امریکا ولسمشر براک اوباما د خپل گوند د کاندیدې هلري کلنټن نه ملاتړ اعلان کړی دی. د یادوني وړ ده چې په امریکا کې به د نومبر په اتمه نیټه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شي.

امریکا او نورو قدرتمندو غربي هیوادونو د ایران سره د اتومي وسلو د تړون د لاسلیکولو نه ورسته په هغه هیواد باندي اقتصادي بندیزونه لیري کړیدي.

XS
SM
MD
LG