د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني کردان وايي د نظام پرضد به چریکي جنګ ته دوام ورکړي


کردان د ایران د ۸۰ میلیون نفوسو لس فیصده جوړوي او ډیریې د ایران په شمال لویدیځ کې له ترکیې او عراق سره په ګډه غرنۍ پوله کې میشت دي
کردان د ایران د ۸۰ میلیون نفوسو لس فیصده جوړوي او ډیریې د ایران په شمال لویدیځ کې له ترکیې او عراق سره په ګډه غرنۍ پوله کې میشت دي

د ایران د کردستان د دیموکراتیک ګوند په نامه د کردي یاغیانو د یوې ډلې مرستیال وايي په ایران کې د میشتو کردانو د ساتنې او دفاع لپاره به د ایران د امنیتي ځواکونو پرضد چریکي جګړې ته دوام ورکړي.

دغې ډلې په دې وروستیو کې یو لړ بریدونو ترسره کړل چې د ایران له امنیتي ځواکونو سره د دوی د شل کلن اوربند د پایته رسیدو ښکاروندویي کوي.

د ایران په شمال لویدیځ کې میشت کردان له څو لسیزو راهیسې د خپلواکۍ د اخیستو هڅه کوي.

د ایراني کردانو د یاغي ډلې له خوا دغه اعلان په داسې حال کې کیږي چې په سوریې او عراق کې کردانو خپل قوت زیات کړی. سوري کردانو د کورنۍ جګړې څخه په ګټې اخیستو د خپلو سیمو کنترول ترلاسه کړی او عراقي کردانو هم د اسلامي دولت له ډلې څخه د ښارونو او کلیو په نیولو سره خپله خودمختاره سیمه نوره هم پراخه کړې.

کردان د ایران د ۸۰ میلیون نفوسو لس فیصده جوړوي او ډیریې د ایران په شمال لویدیځ کې له ترکیې او عراق سره په ګډه غرنۍ پوله کې میشت دي.

دغه سیمه په نویېمو کلونو کې له نافذ شوي اوربند راوروسته تر ډیره بریده ارامه وه، خو د کردانو احساسات د ۲۰۱۵ کال د مۍ په میاشت کې د ایران د مهاباد په ښارکې د یو هوټل د ښځینه کردي کارکوونکې په وژل کېدو سره راوپارېدل. سیمه ایز کردان وايي چې د هغې په وژنه کې د ایران امنیتي ځواکونو لاس درلود.

سږکال د کردي جنګیالیو او د ایران د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې چې دواړو خواو ته په کې تلفات هم واوښتل، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم په دغو جګړو کې برخه اخیسته وه.

د ایران د کردستان د ډیموکراتیک ګوند ډلې چې د عراق له شمال څخه د کردانو فعالیتونه تنظیموي د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست او ایراني ځواکونو یې په ځواب کې د عراق په خاوره کې په سنګرونو د توپونو ډزې وکړې.

د دغې ډلې مرستیال جنرال حسن شرفي وویل د کردانو ځپلو متقابل ځواب ته اړ کړی.

هغه د اسوشټیډ پرس له خبري آژانس سره د ایران پولې ته نږدې د عراق د کویا په ښار کې د مرکې پرمهال وویل کردان د ایراني ځواکونو له خوا نیول کیږي، شکنجه ورکول کیږي، تحقیق ورڅخه کیږي او بندیانیږي.

په همدې خاطر مو د خپلو خلکو د دفاع لپاره پریکړه وکړه چې د منظم جنګ د پیل پرځای په سیمه کې حضور ولرو.

هغه زیاته کړه کله چې ایران له اروپا او امریکا سره اټومي قرارداد امضا کړ، داسې باور ورته پیداشو هرڅه چې له مونږ سره کوي نړیوال به ورباندې اعتراض و نه کړي په همدې خاطر مونږ مجبور شولو چې دغه لار خپله کړو.

په ملګرو ملتونو کې د ایران نماینده په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه. ایراني رسنیو د دغو نښتو په تړاو رپوټ کې ویلي وو چې دغه بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي چې د سعودي عربستان په ګډون د ایران نور دښمنان ورڅخه ملاتړ کوي او د هغوی د کردي هویت له ذکر کولو یې ظاهراً په دې خاطر ډډه کړې چې د نژادي تاوتریخوالي د هرې ممکنه نښې مخه ونیسي.

په عراق کې د کردانو د خودمختاره سیمې حکومت د عراق له خاورې د ایران پرضد د کردانو له خوا د هرډول بریدونو د درېدو غوښتنه کړې. په عین وخت کې د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلاف د پیشمرګه په نامه مشهور عراقي کردي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګ لپاره روزي. د ایراني کردانو یوه ډله هم چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګیږي د دغه ایتلاف له خوا روزل شوېده.

خو شرفي ټینګار کوي چې د هغه ډلې هیڅ ډول خارجي مرسته نه ترلاسه کوي هغه په تکرار سره وویل چې د دوی مبارزه یوازې له ځان څخه دفاع ده.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انستتیوت کار پوه الیکس فتانکا وايي که څه هم د ایراني کردانو وسله وال کمپاین بیا زور اخیستي خو دی فکر نه کوي چې له کنترول څخه خارج شي، ځکه چې اوس ټول تمرکز په عراق اوسوریه کې د اسلامي دولت له ډلې سره په جنګ باندې دی. هغه زیاته کړه، تهران، ایراني کردان او د عراق د کردانو خود مختاره حکومت ډيرې نورې اندېښنې له لري چې په اړه یې فکر وکړي.

د ایران د مهاباد په کرد میشته سیمه کې یو ځل کردانو د پخواني شوروي اتحاد په مرسته له دویم نړیوال جنګ وروسته د لنډ وخت لپاره ځانته مستقل جمهوریت اعلان کړ او همدارنګه په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له اسلامي انقلاب څخه وروسته کلونو کې هم د پاڅونو نو شاهده وه.

د ایران د کردستانو د ډیموکراتیک ګوند له خوا چریکي جنګ د ۱۹۹۰ مې لسیزې تر نیمايي پورې دوام وکړ تر هغه چې په ۱۹۹۶ کې کال کې یې له ایراني ځواکونوسره یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG