د لاس رسي وړ اتصالات

کردانو 4 ایراني پوځیان وژلي دي


 په عراق کې کردي جنګیالي
په عراق کې کردي جنګیالي

د ایران د مهر نیمه سرکاري خبري اژانس وایي چې پرون د چارشنبې په ورځ د ملک په لویدیځ کې د کردي یاغیانو او سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه د ایران د پوځ 4 تنه وژل شوي او 8 نور ټپي شویدي.

نښته د عراق پولې سره نږدې د پاوه په ښارګوټي کې شویده.

د کردي یاغیانو او ایراني ځواکونو تر منځ د ایران په هغوي سرحدي سیمو کې چې د عراق او ترکې سره په ګډه پولې پرتې دي، وخت نا وخته نښتې کیږي.

رپوټ وایي جګړه د ایران د وسله والو ځواکونو او د پیجاک د ډلې پورې مربوطو وسله والو یاغیانو تر منځ شویده. دغه ډله په کردستان کې د آزاد ژوند او په ایران کې د زیاتو حقوقو لپاره جګړه کوي.

دغه ډله په ایران کې د کردانو د کارګر ګوند یا PKK څانګه ده چې په ترکې کې د خپلواکې لپآره مبارزه کوي او هڅه کوي چې د کردانو ټولې سیمې سره متحدې کړي.

ایران د عراق د نیمه خپلواکه کردې سیمې په ولسمشر مسعود برزاني باندې تور لګولی چې د عراق مرکزي حکومت ته د اطلاع ورکولو نه پرته یې د پیجاک کردانو ته پخپلې خاورې کې اډې ورکړیدي.

خو ښاغلي برزاني تر اوسه د ایران د تورونو په مقابل کې څه ندي ویلي.

ایران همدارنګه په امریکا، برتانیې او اسر ائیلو باندې تور لګولی چې غواړي د ایران په سرحدي سیمو کې بې امنیتي او بې ثباتي جوړه کړي او پدې سره د ایران حکومت کمزوری کړي.

خو درې واړو هیوادونو د ایران دا تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG