د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد د حکومت درې وزیران له دندو ګوښه کړیدي


احمدي نژاد د حکومت درې وزیران له دندو ګوښه کړیدي
احمدي نژاد د حکومت درې وزیران له دندو ګوښه کړیدي

د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د کابینې درې مهم وزیران برطرفه کړي دي.

د ایران دولتي مطبوعات وایي چي جمهوررئیس نن د شنبې په ورځ د تیلو، کانونو او د ټولنیزي ښېګڼي د چارو وزیران د خپلو کارونو نه برطرفه کړل.

د ( ایسنا ) خبري آژانس وایي چي ددغو وزیرانو برطرفي د هغه پلان د تطبیق یوه برخه ده چي د ښاغلي احمدی نژاد نه غواړي چي د وزیرانو شمیر د ٢١ نه ١٧ تنو ته راکم کړي. دا لا سمدستي نه ده معلومه چي ددې وزارتونو چاري به چا ته سپارل کیږي.

له بلي خوا ایران د یوې محکمې هغه فیصله معطله کړې ده چي هغه سړي ته چی یوه ښځه یې د تیزابو په شیندلو سره ړنده کړې وه، عین سزا غوښتې ده.

د ایران دولتی مطبوعاتو د عدلي چارواکو له قوله رپوټونه ورکړي او ویلي یې دي چی د ( مجید مواحدی ) په باب د محکمې دا پریکړه تر نامعلومي مودې پوري ځنډیدلې ده.

مجید په دې باندی اقرار کړی چي په ښځي باندي یې تیزاب په ٢٠٠۴ کال کی وروسته له هغه وپاشل چي هغې د واده په باب دده غوښتنه رد کړه.

د عفوي نړۍ والي مؤسسې د جمعې په ورځ د ایران نه وغوښتل چي په مجید باندی دي دا سزا نه تطبیقوی او د بشری حقوقو دغي مؤسسې هغه « ظالمانه » سزا بللې ده.

XS
SM
MD
LG