د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په کامیابۍ سره نوې توغندۍ وآزمویله


د ایران ددفاع وزیر احمد واحدي وایي چی اردویې د نوي تخنیک یو توغوندی په کامیابۍ سره آزمویلی دی.

واحدي دا تبصره نن په تهران کي د جعې د ورځي د لمانځه په وخت وکړه، مگر هغه ونه ویل چی دا آزموینه چیري او څه وخت شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس د واحدي له قوله وایی چی په اصطلاح د « قیام » په نامه دغه توغوندی وزرونه نه لري او زیات « تاکتیکي ظرفیت » لري او ددښمن له خوا په آسانۍ نه سي ویشتل کیدای.

XS
SM
MD
LG