د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اتومي پروګرام خبرو کې ډېر پرمختګ نه دی شوی


ایراني هیات ته نژدې یوې منبع د فرانسې خبري اژانس ته وویل د خبرو په مخ پراته خنډونه ډیر لوی دي.
ایراني هیات ته نژدې یوې منبع د فرانسې خبري اژانس ته وویل د خبرو په مخ پراته خنډونه ډیر لوی دي.

د ایران د اتومي پروګرام په اړه یوې هر اړخیزې موافقې ته د رسېدو لپاره ټاکل شوی مهالویش مخ پر ختمېدو دی او، د کومې موافقې امکان نه ښکاري.

د ایران د محصیلنو د رسنیو یوه اداري د ایران د پلاوي د یوه نامعلوم کس چې په ویانا کې د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ نېټې په خبرو کې برخه اخیستې، له خولي لیکلي، نوې موافقه په دومره کم وخت کې امکان نه لري، په داسې حال کې چې د مهال ویش وخت هم کم پاتې او څو نوری مسلې هم شته چې باید حل شي.

د امریکا د بهرنیو چاروزیر جان کیري ویلي دي چې د ایران او د نړۍ دطاقتونو تر منځ په خبرو کې جدي خنډونه موجود دي .

سټین میر وویل چې ډیر مهم سوال دادی چې ای ایران دې ته چمتو دی چې د ذروي وسلې د جوړولو د پاره د خپلو څېړنو او تحقیقاتو نه لاس واخلي که نه.

کیري دغه راز په دوهمه پرله پسې ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سره هم وکتل او هڅه یې وکړه چې په خبرو کې موجود اختلافات کم کړي.

ایراني هیات ته نژدې یوې منبع د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې خنډونه ډیر لوی دي.

یوه لوړی پوري امریکایی ډیپلوماټ په دی ورستیو کې وویل چې متحده ایالات، برتانیا، چین، فرانسه، جرمنې، او روسیه په دې فکر کوی چې د دوشنبې نېټه وغځوي.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کېری واېې، چې په ویانا کې د ایران د اتومې پروگرام د راتلونکې په اړه په خبرو کې محتاط پرمختگ شوی دی.

ښاغلي کېري وویل " داښکاره خبره ده چې موږ دلته په ډېرې ستونزمنې او جنجالې موضوع باندې خبری کوو، موږ سخت کار کوو، او موږ هیله مند یو چې محتاط پرمختگ مو کړی، خو اوس هم جدی واټن شته چې موږ کار پرې کوو چې ختم یی کړو".

جان کېری د خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره یو وارې بیا ولیدل، او د شنبې دورځي زیاتره برخه یې په ټیلیفون د څلورو بهرینو چارو وزیرانو سره پر خبرو تېره کړه چې په کې د قطر، کویټ، بحرین او متحده عرب امارات وو.

په خلیجې ملکونو کې د ایران د اتومې پروگرام د موافقي د ارزشت په اړه د پام وړشکونه موجود دي، او په دی اړه هم تشویشونه شته چې د ایران او د امریکا د ښو اړیکو تاثرایت به څه وي.

ښاغلي کېری د ترکیي ، فرانسې، او د کاناډا د بهرینو چارووزیرانو سره هم خبری وکړې او دغه راز یې د جرمني د بهرینو چارو وزیر فرانک والټر سټاینماریر سره هم ملاقات وکړل.

ایران په رسمې توگه د اتومي وسلو جوړول نه دي منلي، خو دشپږو هېوادونه چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا استازیتوب کوي د تصدیق وړ ضمانتونه غواړي، په دې کې د ایران د یورا نیمو د غني کولو په توان کې د پام وړ کمی او جدي پلټنې شاملې دي. ایران د نړیوالو بندیزنو ختمول غواړی چې د ایران اقتصاد یی سخت ځپلې دی.

XS
SM
MD
LG