د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ایران د اتومي وسلو لرلو ته نږدې شوی


رپوټ: ایران د اتومي وسلو لرلو ته نږدې شوی
رپوټ: ایران د اتومي وسلو لرلو ته نږدې شوی

د امریکا مطبوعات وايي چې د ملګرو ملتونو د اټمي چارو ادارې ته داسي استخباراتي معلومات ورکړل شوي دي چې دا ثابتوي چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو دپاره کار کوي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې پرون د یکشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې د لویدیځو ډیپلوماتانو او د اټمي وسلو د ماهرینو په فکر چې استخباراتي معلومات یې مرور کړي دي، ایران د بهرنیو ساینسپوهانو په مرسته د اټمي وسلو د جوړولو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي چې په دې برخه کې پرتې ستونزې هوارې کړي.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوه پخواني چارواکي ډیویډ البرایټ واشنګټن پوسټ ته وویل چې د ایران په پرمختګونو کې د اټمي وسلو دپاره د ډیزاین منځ ته راتګ او د چاودیدونکو کپسولونو ازموینه شامله ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه بیا ریپوټ ورکوي چې هغه چارواکو ته چې د ایران د اټمي پروګرام په هکله استخباراتي معلومات ورکړل شوي دي وايي چې ایران داسې یو مرکز لري چې په کې یاد شوي کپسولونه ازمویل کیږي.

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ به د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره د ایران د اټمي پروګرام په هکله رپوټ خپور کړي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خاتمي د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې مشر یوکیو امانو ته نن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د هغه په وینا دا د درواغو ریپوټ دي نه خپروي ځکه دا کار به د ملګرو ملتونو اعتبار ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG