د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد پر ایران باندي نوي بندیزونه غندلي


د ایران جمهور ریْس محمود احمدي نژاد پر دغه ملک باندې د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه رد کړي او د آمریکا متحده ایالات یې په دې غندلی دی چې غټه اشتباه یې کړې ده.

جمهور ریْس احمدي نژاد نن د جمعې په ورځ چین ته د یوه سفر پر وخت دا بندیزونه د کاغذ یوه بې ارزښته ټوټه وبلله او ویې ویل چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د اټمي پروګرام په پلمه د ایران زورولو ته ملا تړلې ده.

هغه دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د آمریکا یوه آله وبلله.

جمهور ریْس احمدي نژاد چین ته په شانګای کې د ایران د یوه نندارتون لیدو ته تللی دی. هغه به ددغه سفر په وخت کی د کوم چینايي لوړ پوړي چارواکي سره ونه ګوري.

د دې نه مخکي، په دغه نندارتون کې د ایران جمهور ریْس پر نړیوالو اټمي قدرتونو باندې انتقاد وکړ چې غواړي نور ملکونه د اټمي ټیکنالوژۍ د لرلو نه چی د سوله ایزو اهدافو د پاره یې پرمخ بیایي، منع کړي.

د چارشنبې په ورځ چین د روسیې او د امنیت د شورا د نورو غړو سره یوځای سو او د ایران د اټمي پروګرام په وجه یې پر دغه ملک باندې د څلورم روڼ بندیزونو په لګولو کې رای ورکړه.

XS
SM
MD
LG