د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران نور بندیزونه هم ولګول


د امریکا د مشرانو د جرګې غړو په غوڅ اکثریت په ایران باندې د تازه بندیزونو یوه نوې مجموعه منظوره کړیده چې هدف یې ایران ته د دغه هیواد د حساسو اتومي فعالیتونو لپاره سزا ورکول دي.

د نوو بندیزونو له مخې چې پرون د پنجشنبې په ورځ منظور شول هغه کمپنۍ به د امریکا د بازارونو د لست نه وایستل شي چې په ایران باندې د تصفیه شويو نفتو تولیدات پلوري.

تمه کیږي چې د امریکا د ولسي جرګې غړي به د دغې لایحې په اړه د راتلونکې اونۍ نه وړاندې رایه ګیري وکړي.

د امریکا د مشرانو جرګه او ولسي جرګه باید چې دغه لایحه منظوره کړي تر څو د قانون بڼه غوره کړي.

د دغه قانون له مخې به همدارنګه په هغو بهرنیو بانکونو او د مالي ادارو پر مخ د امریکا د مالی سیستم دروازې وتړل شي چې د ایران د سپاه انقلاب او یا نورو مهمو ادارو سره راکړه ورکړه کوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوار هم تیره میاشت په ایران باندې د څلور ځل لپاره بندیزونه پدې خاطر ولګول چې دغه ملک دیته اړ شي چې د یورانیمو غني کول بند کړي. د یورانیمو د غني کولو نه د اتومي وسلو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

خو ها خوا بیا د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هیواد داتومي پروګرام په اړه د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره د خبرو لپاره به خپل شرطونه په راتلونکې اونۍ کې اعلان کړي.

د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د ښاغلي احمدي نژاد له قوله ویلي دي چې د اروپایي هیوادونو سره د خبرو لپاره به ایران د تازه لارو چارو سره ولاړ شي.

ایران وایي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو غربي هیوادونه بیا پدغه هیواد باندې شک کوي چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړې.

XS
SM
MD
LG