د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: تر اگست پورې خبرې نه کوم


د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد وایی چی د خپل ملک د اټومی پروگرام په اړه به د اگست تر میاشتی پوری خبرو ته حاضر نشی ځکه چی د ملگرو ملتونو، اروپایی اتحاد او امریکا لخوا پری اقتصادی بندیزونه لگیدلی دی.

ښاغلي احمدی نژاد نن خبریالانو ته وویل چی په خبرو کې د دې تاخیر علت دا دی تر څو لویدیځو ملکونو ته وښودل شی چی څنگه باید د ایران سره مذاکرات وشی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکی اعلان کړی و چی د ایران د اټومی پروگرام په اړه د امریکا د مرکزی استخباراتو د ریس لخوا څرگندونی یوی روانی جگړی ته ورته وی.

د دی وزارت ویاند دا څرگندونی پرون یوه ورځ وروسته له هغه وکړی چی د سی آی آی ریس لیون پنیته وویل چی ایران په کافی اندازه خام مواد لری چی وکولای شی په دوو کالو کی دوه اټومی بمونه جوړ کړی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایی چی د پانیته دا څرگنونی په دی منظور شوی وی ترڅو د ایران د اټومی پروگرام په اړه منفی برداشتونه ایجاد کړی.

دی وايي، ایران داتمی پروگرام په باره کې خبری ځکه ځنډوی چې لویدیځ ددغه هیواد په خلاف دامنیت په شورا کې په غالب گمان ددې لپاره پریکړه کړیده چې دوی په خبرو کې بر لاسی کړي. مگر موږ دا غیر اخلاقي گڼو او پدې دلیل موږ خبرې د اگست ترمیاشتی پوری ځنډوو چې دوی ته سزا ورکړو، چې پدی پوه شی چې د نورو هیوادونو سره څنگه خبری وکړی.

ښاغلی احمدی نژاد په مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، داسرائیلو او بریتانی سره په گډه امریکا دایران ستره دښمنه ده :

دې وايي،هیله لری چې جمهوررئیس بارک اوباما به دایران او امریکا ترمنځ دروابطو ماهیت چې خړپړشویدی، بدل کړی. دی وايي، ښائې چې دملگرو ملتونو دامنیت شورا نورو غړوهیوادونو دایران په خلاف داقتصادی بندیزو نو لپاره رایه ورکړی وی مگر دوی تراوسه پوری دهغه دهیواد دښمنان نه گڼل کیږی.

دایران جمهوررئیس وویل، دی تراوسه پوری روسېه اوچین د دوستو دولتونو په حیث گڼی او ادعاکوی چې دوی دهغه دهیواد په خلاف دنویو اقتصادی بندیزونو دپریکړی ملاتړکړیدی چې پدی وروستیو وختو کې تصویب شوی ده . دی وايي، دوی دغه ملاتړدامریکاسره دخپلو روابطو داهمیت له کبله کړیدی.

ښاغلې احمدی نژاد پدی ټکی هم ټینگار وکړچې دی غواړی چې برازیل او ترکیه دی دهغه دهیواد سره یوځای دسونگ دموادوپه خبرو کې دامریکا، فرانسی او روسېې په خلاف ونډه واخلی چې دده په وینا په تیرو خبرو کې د دښمنی نقش ولوباوه . دی وايي، دغه خبری باید دسونگ دموادو په موافقه باندی وشی چې تیره میاشت برازیل او ترکېې پکې مینځگړیتوب کړی وو.

له ښاغلې احمدی نژاد نه پوښتنه وشوه چې ایا ایران به دیوې موافقی دکیدو په نتجه کې د یورانیمو له غنې کولو نه لاس واخلی او که نه. ده ددغې پوښتنی له ځواب ورکولونه ځان تیرکړاو یومبهم ځواب ئې ورکړ چې ایران به یوازی دومره یورانیم غنی کړی چې ضرورت ورته لری:

دی وايي، ځینی هیوادونه غواړی چې ایران دی ترشلو فیصدو پوری دیورانیمو غنی کول بندکړی ځکه چې دوی وايي، تهران غواړی بم جوړکړی. دی وايي، که له بمونو نه ویریږی نودوی لومړی باید له خپلوبمونه ځانونه خلاص کړی ځکه چې بمونه هرچیری چې وی خطر ناک دی.

ایران په پرله پسی توگه پدی ټکی ټینگار کوی چې اتمی پروگرام ئې دسوله ایزه مقاصدو لپاره دی یعنی دملکی مقاصدو لپاره دی. امریکا او نورملکونه شک لری چې تهران داتمی وسلو په جوړولو باندی کار کوی.

د CIAمدیر لیون پانیتا دیکشنبی په ورځ دامریکا تلویزنی شبکی (ABC ) ته وویل،ایران پوره غنی یورانیم لری چې دوه اتمی بمونه ورباندی جوړولی شی مگر که چیری ایران پریکړه وکړی چې اتمی بمونه جوړ کړی نو دوه کاله ورته پکار دی چې دا کار وکړی.

XS
SM
MD
LG