د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران نور سخت بندیزونه ولګول


امریکا په ایران نور سخت بندیزونه ولګول
امریکا په ایران نور سخت بندیزونه ولګول

د امریکا جمهور رییس براک اوباما د ایران د انرژۍ او مالي څانګو باندې د سختو بندیزونو نوی قانون لاسلیک کړ. اوباما وویل چې پدې سره به د اتومي وسلو د کار په پرمختګ او د اتومي پروګرام لپاره د مالي امکاناتو په برابرولو کې د تهران قابلیت ته سخت ګوزار ورسیږي.

جمهور رییس اوباما چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې په سپینې ماڼۍ کې خبرې کولې وویل چې دومره سخت او څو اړخیز پراخه بندیزونه په تاریخ کې د امریکا د کانګریس لخوا په ایران باندې نه ؤ وضع شوي.

دغه بندیزونه د ایران د انرژۍ او په بانکي سکتور باندې لګیدلي دي چې هدف یې د تصفیه شویو نفتو د اخیستلو لپاره د ایران د حکومت لپاره ستونزې پیدا کول دي.

د نوو بندیزونو له مخې به هغه کمپنۍ او شرکتونه د امریکا د بازار د لست نه وایستل شي چې په ایران باندې پطرول، د الوتکو تیل او نور داسې تولیدات خرڅوي.

همدارنګه به د هغو بهرنیو بانکونو پر مخ د امریکا د مالي سیستم دروازې وتړل شي چې د ایران د سپاه انقلاب او یا نورو مهمو ادارو سره راکړه ورکړه لري.

جمهور رییس اوباما ویلي دي چې په نوو بندیزونو کې هغه ټکنالوژۍ نده شامله چې له مخې یې د ایران ولس کولی شي چې په آزاد ډول معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي او د یو او بل سره په اړیکې کې شي.

ایران وایي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو د لویدیځ هیوادونه بیا دا شک لري چې ایران غواړي اتومې وسلې جوړې کړي

XS
SM
MD
LG