د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني الوتکو ته د تیلو له ورکولو انکار شوی


د ایران ېوه هوایی شرکت وېلی دی چی له تېری اونی راهېسی چې امرېکا نوی بندېزونه دتهران خلاف عملی کړیدی داېران الوتکېو ته په نورو هېوادونو کې دهوایی مېدان او تېلو د ورکولو د سهولت له برابرولو نه انکار کېږی.

د ایران خبری اژانس اسنا د دوشنبی په ورځ داېران د هواېې شرکتونو د وزېر مهدی علی ېاری له قوله ووېل چې دبرتانېې جرمنی او متحده عرب اماراتوپه هواېې مېدانونوکې ددوی الوتکېو ته تېل ندی ورکړل شوی. هغه ووېل چې دتېلو نه انکار دپنجشنبی دورځی راهېسی پېل شوېدی. په همدغه ورځ باندی دامرېکا جمهوررئېس داېران خلاف نوی بندېزونه لاسلېک کړل چی دقانون بڼه غوره کړی.

په هغو بندېزونوکې زېاتره داېران پر بانکی نظام باندی بندېزونه لگول شوېدی. ددې کار مقصد دادی چې داېران د حکومت لپاره دا گرانه شی چې تصفېه شوی پېترولېم په بېه واخلی.

ښاغلی اوباما د پنجشنبی په ورځ ووېل چې نوی بندېزونه به د تهران د قابلېت په مرکز باندی گوزار وکړی چی په دې قادر نشی چې خپل اټومی پروگرام تموېل کاندی.

XS
SM
MD
LG