د لاس رسي وړ اتصالات

ایران که وغواړي په ۶ میاشتو کې اټم جوړولای شي


ایران که وغواړي په ۶ میاشتو کې اټم جوړولای شي
ایران که وغواړي په ۶ میاشتو کې اټم جوړولای شي

لویدیځو کارپوهانو په یوه نوي خپور شوي ریپوټ کې ویلی دي چې د خرابو تخنیکي توکو له امله د ایران اټمي پروګرام کمزوریْ شویْ دیْ خو دوي ویلي دي چې که ایران وغواړي نو د ښپږو میاشتو په مده کې کولای شي چې لږ تږ لږ یو اټمي بم جوړ کړي. د امریکا غږ خبریال ګاري تومس وايي چې په دې باور دی چې د ایران مشرتابه لا تر اوسه پوري دا پریکړه نه ده کړې چې په دې برخه کې وروستی قدم واخلي.

نوې څیړنې ښيي چې کوم سنټرفیوجونه چې ایران د غني شویو یورانیمو د تولید دپاره کاروي هغه سم کار نه ورکوي. د ساینس او نړیوال امنیت غیر دولتي سازمان وايي چې د ایران د نتانز د یورانیمو د بډاینې په مرکز کې ماشینونه زاړه دي او په کراتو خراپېږي.

د ساینس او نړیوال امنیت د سازمان ریٌْس ډیویډ البرایت چې د یادشوي څیړنې تر ټولو غټ لیکونکی دی وايي چې د ماشینونو ستونزې دا په ډاګه کوي چې نړیوالو بندیزونو د ایران د اټمي پروګرام د پرمختګ مخه نیولې ده.

ښاغلی البرایت داسي وايي:،،دغه ستونزه دوي د اټمي بم د جوړولو څخه نشي درولای خو د بم جوړولو په بهیر کې سوکه والی راوستلای شي. دغه حالت کولای شي چې ایران ته زړه نا زړه توب پیدا کړي. دغه راز ایران ته د خامو موادو په پیدا کولو کې هم ستونزې پیدا کوي چې دغه هیواد ورته د غټو سنټرفیوجونو د جوړولو دپاره اړتیا لري،،.

خو البرایت وايي چې ایران په کافي اندازه سنټرفیوجونه لري چې د اټمي بم جوړولو دپاره خالص یورانیم تولید کړي.

،،ایران په کافي اندازه سنټرفیوجونه لري که چیري وغواړي چې د اټمي بم په اندازه یورانیم غني کړي. د لوړې کچې او کښتې کچې د یورانیمو د تولید دپاره د هر ډول سنټر فیوج نه کار اخیستل کیدای شي نو ایران د دې توان لري چې اټمي بم جوړ کړي.،،

د امریکا استخباراتي سرچینې وایي چې ایران ښايي تخنیکي ځواکمنتیا ولري چې اټمي بم جوړ کړي خو تر اوسه پوري کوم داسي سیسټم نلري چې اټمي بم په کښي انتقال کړي او ایران تر اوسه پوري پریکړه نه ده کړې چې دغه کار وکړي.

ډیویډ البرایت وايي چې امریکا او متحدین یې پر دې خبري باندي هوکړه لري خو د ایران د اټمي وسلو د څیړنې د پروګرام د پرمختګ په هکله بیلابیلې څیړنې موجودې دي. ،،ټولې خواووې په دې کې همغږي دي چې ایران تر اوسه پوري پریکړه نه ده کړې چې اټمي بمونه جوړ کړي خو په عین وخت کې د وضیعت په هکله معکوس ذهنیتونه هم شته. زه فکر کوم چې د ایران رجیم په دې ښه پوهېږي چې که چیري بم ژر تر ژه جوړ نکړي او ښايي د یوه بم نه ډیر جوړ کړي نو کیدای شي چې د ناوړو پایلو سره مامخ شي چې د رجیم وجود ته ګواښ هم په کښي شامل دی.،،

په ملګرو ملتونو کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوانی مرستیال اولي هینونن وايي چې داسي مخ پر زیاتیدو اندېښنې موجودې دي چې وايي ایران د کښتې کچې غني شوي یورانیم ذخیره کوي او پلان لري چې د اټمي بم د جوړولو په اندازه یې پسي غني کړي. ،،که چیري ایران دغه پریکړه وکړي نو د وخت سره به د اټمي بمونو د جوړولو دپاره په کافي اندازه مواد برابر شي او زما په اند د راروان کال ترپایه پوري به ایران په کافي اندازه د کښتې کچې یورانیم ولري چې د ځینو دپاره دا د اندېښنې وړ موضوع ده.،،

خو هینونن پر دې موافق دی چې تر اوسه پوري ایران داسي ښکاره سیګنال نه دی ورکړی چې وښيي چې دغه هیواد پریکړه کړې چې اټمي وسلې جوړې کړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اتمي انرژۍ نړیواله اداره به د ایران په هکله خپل درې میاشتنی ریپوټ روانه اونۍ خپور کړي.

XS
SM
MD
LG