د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په خپلې اټمي بټۍ کې نور سنترفیوجونه لګولي دي


د رویټرز خبري اژانس لیکي چې ایران په خپلې اټمي بټۍ کې نور سنټر فیوجونه لگوی. غربی دېپلوماتان وايي چې ددې کار نه داسي نه ښکاري چې هغه به د دې لپاره استعمالېږي چې یورانیم نور هم په لوړه کچه غنی کړی.

داکار ایران د اټمی بم دموادو تهیه کولو ته نورهم نږدې کوي. د ایران دیورانیمو غني کول اوس د شل فیصدو په پړاو کې دي. دغه کار دوه کاله مخکي پېل شوی ا و په دې تازه میاشتو کې په منظم ډول چلېږي.

دایران د اټمي پروگرام پرمختگ دغرب اوامریکا له خوا نه په کلکه څارل کېږي. دا کار د دې لپاره کېږي چې دا معلومه شي چې ایران به څه وخت ددې جوگه شي چې اټومي وسله جوړه کړي. البته که چېرې هغوي دا پرېکړه وکړی چې اټومی وسله جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG