د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما پر ایران باندې د بندیزونو د غزولو مصوبه توشیح نه کړه


د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني سره د ایران د موافقې پر بنسټ پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه لغوه شول
د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني سره د ایران د موافقې پر بنسټ پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه لغوه شول

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس پر ایران باندې د ١٠ کلونو بندیزونو غزول لاس لیک نه کړل، خو په قانون باندې د هغې مصوبې بدلیدو ته یې اجازه ورکړه چې د امریکا کانگرس تصویب کړې ده.

تمه وه چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس باراک اوباما پر ایران باندې د لس کلونو بندیزونو مصوبه توشیح کړي. خو اوس د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست، ویلي دي چې ښاغلي اوباما تصمیم ونیو چې له لاس لیک او توشیح پرته دغه مصوبه په قانون بدله شي.

که څه هم چې پر ایران باندې د ١٠ کلونو بندیزونو د مسودې نه توشیح کول پر هغه هیواد باندې د بندیزونو د لگولو مخنیوی نه کوي، خو د جمهور رئیس اوباما دغه حرکت سمبولیکه بڼه لري چې د قانون جوړونکو اقدام یې په دې برخه کې رد کړی دی.

سپینه ماڼۍ استدلال کوي چې پر ایران باندې د لسو نورو کلونو لپاره د بندیزونو غزول ضروري نه دي، ځکه د امریکا متحده ایالات نور صلاحیتونه لري چې د اړیتا په صورت کې کولای شي ایران ته سزا ورکړي. د سپینې ماڼۍ مقاماتو همداشان اندیښنه څرگنده کړې چې د بندیزونو غزول ممکن د ایران سره اټومي موافقه کمزورې کړي.

ایران هم خبرداری ورکړی کله چې پر هغه هیواد باندې د امریکا د متحده ایالاتو بندیزونه وغزول شي، پر وړاندې به یې غبرگون وښي. ایراني مقامات استدلال کوي چې ددغو بندیزونو اوږدول د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي توافق نه سرغړونه ده.

د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني سره د ایران د موافقې پر بنسټ پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه لغوه شول او په بدل کې یې د هغه هیواد اټومي فعالیتونه محدود شول.

د سه شنبې په ورځ ایران د امریکا له لورې د بندیزونو د اوږدولو په وجه ملگرو ملتونو ته شکایت وکړ. ددې سربیره د د ایران جمهور رئیس د خپل هیواد د اټومي چارو پوهانو ته امر کړی دی چې د سمندري حمل ونقل په سیستم کې د استفادې لپاره د اټومي موټورونو د طرحې او تولید کار او هغوی ته د سونگ موادو د برابرولو کار پیل کړي.

خو امریکایي قانون جوړونکي استدلال کوي چې پر ایران باندې د بندیزونو د اوږدولو قانون چې لومړی ځل په ١٩٩٦ کې رامنځ ته شو کولای شي پر هغه هیواد باندې د فشار د یوې الې په توگه کار وکړي چې تهران د اټومي موافقې نه تیری ونه کړي او په همدې توگه په سیمه کې په تخریبي اعمالو لاس پورې نه کړي.

د امریکا د سنا مجلس دغه قانون د رائیو په اتفاق تصویب کړ، خو د کانگرس د استازو مجلس په سختو اختلافونو سره هغه تصویب کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري په گډون د باراک اوباما اداره ټینگار کوي چې ددغه قانون غزول به تر هغه پر ایران بې اثره وي چې تهران خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په وار وار د ایران سره په اتومي توافق انتقاد کړی او ددې توافق د بدلون لپاره یې د مذاکرو غوښتنه کړې ده. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، هم ویلي دي چې غواړي د ښاغلي ټرمپ د خبرو ملاتړ وکړي چې دغه توافق باطل شي.

XS
SM
MD
LG