د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ایران جدي دی که وخت تیروي؟


د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف راتلونکې اونۍ د پنځه جمع یو ډلې د هېوادونو د مشرانو سره په جنېوا کې ګوري. په لویدیځ کې د ایران د اټمي پروګرام په هلکه د دې تازه خبرو نه زیاته تمه کېږي.

دا به د ولسمشر حسن روحاني د انتخابېدو راهیسي او دهغه وخت راهیسي چې نوموړي ژمنه وکړه چې د ایران اټمي پروګرام مسله به حل کړي، لومړی ځل دی چې د ایران د اټمي پروګرام په هلکه د دومره لوړه سطحې خبرې کېږي. ښاغلي روحاني د خپل هېواد د اټمي پروګرام په هکله داسي ویلي و. ،، زه د ایران له اړخه تاسو ته ډاډ درکوم چې سل په سلو کې به په ډیرې لږ مودې کې د ایران اټمي مسله حل کړو.،،

ایران وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی خو لویدیځ او اسرایل بیا وايي چې ایران غواړي اټمي وسلې جوړې کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د سې شنبې د ورځې د جنیوا د خبرو هدف دا دی چې د ایران نیت په ډاګه شي. ،،که چیري هغوي وغواړي چې سوله ایزه لاره غوره کړي . زه په دې بارو یم چې دا کار امکان لري.،،

امریکايی چارواکي وايي چې دوي د ولسمشر حسن روحاني د حکومت د وروستۍ انرژۍ او عزم له کبله تشویق شوي دي. د امریکا پخوانی سفیر ادم ایرلي وايي چې د ایران نوی ولسمشر تفاهم لري. هغه داسي وايي ،،هغه خپل مخاطب کسان ډیر ښه ولوستل. د هغه مخاطب کسان د امریکا عوام وو او د امریکا پالیسي جوړنکي وو. هغه ځان د یوه میانه روه کس په توګه مطرح کړ او ځان یې داسي څرګند کړ چې تفاهم ته آماده ده. هغه په اصطلاح د تازه سا سره راغلی و.،،

اسرایل: مونږ به پر ایران باندې د اټمي پروګرام د مخنیوي په خاطر برید وکړو

په عین حال کې د کېټو د څېړنیز مرکز څخه دګ بنډو وايي چې د پخواني ولسمشر محمد احمدي نژاد په ترتله حسن روحاني ډیر زیات توپیر لري. هغه داسي وویل ،،مونږ ښايي ونشو کړای چې هغه ته په یوه مخ سره میانه روه ووایوو خو که چیري هغه د احمدي نژاد سره مقایسه کړو. نو زه فکر کوم چې هغه ډیر میانه روه دی. زما په آند د امریکا حکومت اوس هغه ته وخت ورکولای شي.،،

خو اسرایل بیا وايي چې ایران په وخت پسي ګرځي چې نور وخت پیدا کړي ترڅو وسي کړای چې اټمي وسلې جوړې کړي. د اسرایلو د حکومت ویاند مارک ریجیف داسي وویل،،زمونږ اندېښه دا ده چې د ایران ژمنې او د ښه نیت خبرې په حقیقت کې خطا ایستل دي او د وخت ترلاسه کول دي چې په چټکۍ سره خپل اټمي پروګرام ته ادامه ورکړي او اټمي وسلې جوړې کړي. پوښتنه دا ده چې حقایق څه دي. اسرایل به د ایران عمل ته وګوري نه د ایران خبرو ته.،،



اسرایل وايي چې د دې حق لري چې پر ایران باندي برید وکړي ترڅو دغه هېواد د اټمي وسلو د جوړولو نه راوګرځوي. خو د کېټو انسټیټوټ څخه ډګ بنډو وايي چې د ولسمشر اوباما اداره زیار باسي چې د یوه داسي حالت مخنیوی وکړي چې ایران او اسرایل سره وموښلي. هغه داسي وايي ،،پوځي بریدونه په اصل کې د ایران حکومت ته دا پیغام ورکوي چې ایران باید اټمي وسلې ولري چې دځان څخه دفاع وکړي. نظامي برید د ګټې نه زیات تاوان لري.،،


د امریکا پخوانی سفیر ادم ایرلي بیا وايي چې د ولسمشر روحاني سره باید جامع تفاهم ترلاسه شي. هغه داسي وايي،،که چیري مونږ زړه نا زړه توب ووینو، که چیري خطا ایستل وي او داسي وي چې هڅه وشي چې د اصلي موضوع څخه دباندي ووځي نو مونږ به په پوه شو او دا به واضیح شي چې دې خبرو معنی نه درلوده.،،


د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالات وايي چې د ایران پرضد به اقتصادي بندیزونه تر هغه وخت پوري په خپل حال پاته وي چې ایران خپل دنړیوالو مکلفیتونو او مسولیتونو د ادا کولو په برخه کې کاري ګامونه نه وي پورته کړي.
XS
SM
MD
LG