د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: ایران د اټمي بم جوړولو دپاره بټۍ جوړه کړې


د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د یوه داسي اټمي بټۍ په جوړولو باندې تر کافي حده کار کړی دی چې د لویدیځو هېوادونو د اټمي چارو دکارپوهانو په عقیده ایران به وکولی شي چې د خپل اټمي بم د جوړ لپاره په کې مواد تیار کړي.

یو تازه ریپوټ چې نوموړې ادارې د روان کال د دریمې ربعې لپاره تیار کړی دی او لویدیځو خبري سرچینو ته یې کاپیګانې رسېدلي دي، په کښي راغلي چې د ایران د اټمي انرژۍ ادارې هغه وسیله د ارک په ښار کې خپل اټمي ریکټر ته رسولې چې درندې اوبه په کې ذخیره کېږي. خو راپور وایي چې دا نوې وسیله لا تراوسه پوري نصب شوې نه ده.

لویدیځ قدرتونه ګومان کوي چې که چېري ایران د ارک په غرنۍ سیمه کې په اټمي ریکټر کې تصفیه شوي مواد بیرته له سره په کار واچوي، نوکولی شي چې د اټمي بم لپاره پلاټونیم تولید کړي. د غني شوو یورانیمو نه علاوه د پلاټونیمو څخه هم اټمي وسلې جوړیدلی شي.

که څه هم چې ایران وایې اټمي پروگرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره فعال کړی دی خو لویدیځ قدرتونه باور لري چې اصلا ایران کوښښ کوي چې اټمي بم جوړ کړي.

په ویانا کې د ایران استازي علي اصغر سلطاني د پنجشنبې په ورځ یو ځلې بیا د خپل حکومت پخوانی دریځ تکرار کړ او داسي یې وویل ،، د پوره لسو کلونو په موده کې داټمي انرژۍ مفتشانو څو څو ځلي زمونږ اټمي مرکزونه وکتل خو د اټمي بم د جوړولو په هکله یې هیڅ ډول شواهد ونه موندل. مونږ بیا دا خبره کوو چې اټمي پروگرام مو د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. او دا تازه راپور هم ښیې چې د لویدیځو هېوادونو له خوا لگېدلي تورونه جعلي دي او هیڅ واقعیت نه لري.،،

اېران او ملگرو ملتونوسږکال په جنورۍ کې مذاکرات وکړل خو څه نتیجه یې ورنه کړله. ایران څو ځلي د ملګرو ملتونو د پریکړو نه سرغړونې کړي دي او خپل اټمي پروگرام یې تراوسه پوري جاري ساتلی دی. دا ویره شته چې که ایران دغه نوې پرمختللې وسیله په اټمي ریکټر کې ولګوي نو کولی شي چې ډېر ژر خام یورانیم غني کړي او اټمي بم جوړ کړي. ملگرو ملتونو د ایران پر خلاف ېو لړ سخت اقتصادي بندېزونه لګولي دي.
XS
SM
MD
LG