د لاس رسي وړ اتصالات

خامینیي: د لویدیځوالو بندیزونه زمونږ پرمختګ نه دروي


د ایران ستر مذهبي مشر وايي چې د لویدیځوالو بندیزونه به د ایران پرمختګ د خنډ سره مخامخ نکړي بلکې د ایرانیانو په زړه کې به د لویدیځو والو پرضد کرکه لاپسي ژوره کړي.

آیت الله علي خامینيي دغه څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښونکي آیت الله روح الله خومیني د مړینې د ۲۳ تلین په مناسبت په دایر شوي مراسم کې وکړې. دغه مراسم د فقید آیت الله په مقبرې کې دایر شوي وو.

خامینيي وویل چې امریکا او متحدین یې د ایران د اټمي پروګرام په هکله درواغ وايي چې پر خپلو ستونزو پرده واچوي. هغه وویل چې سیاسي او مطبوعاتي خبرې چې د ایران د اټمي پروګرام د خطر په هکله کېږی بې اساسه دي.

XS
SM
MD
LG