د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او لویدیځ ترمنځ موافقه حاصله شوه


ولسمشر اوباما د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې د ډیپلوماتیکو لارو نه د شوي موافقې په هکله خوښي څرګنده کړې ده.

ولسمشر اوباما دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د شنبې په ورځ د نړۍ شپږو سترو ملکونو د ایران د اټمي پروګرام د درولو او بیرته خپل پخواني حالت ته پر وړلو باندې موافقه حاصله کړه.

ولسمشر اوباما وویل چې د دې تړون په اساس په لومړیو شپږو میاشتو کې به ایران خپل اټمي پروګرام محدودوي او د یورنیمو د غني کولو په اړه به اساسي اندیښینې هم رفع کوي چې په دې کې د یورنیمو موجوده زیرمې او د نورو سنټرفیوژنو د جوړولو توانمندي هم شامله ده.

د دې ترڅنګ به ایران د پلاټونیمو نه د وسلو جوړولو د توانمندۍ نه هم تیریږي. ولسمشر اوباما دا هم وویل چې راتلونکو شپږو میاشتو کې به امریکا او نور ملګري د مشکل د حل دپاره نورې خبرې هم کوي.

بلخوا په ژنیو کې د خبرو په وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د دې تړون هدف د ایران سره یوې جامع موافقې ته رسیدل دي خو دا یې هم وویل چې په ایران لګېدلي اساسي بندیزونه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري هم په خپل ځای پاته وي.

ایران هم دا ژمنه کړیده چې دوي به د خپلو اټمي پروګرامونو په اړه شفاف معلومات او د څارنې په لړ کې همکاري کوي. د دې همکارۍ په بدل کې به امریکا،چین ،روسیه ، انگلستان،فرانسه او المان ایران ته محدود،عارضي او مخصوص مراعات ورکوي.

د ایران سره دا موافقه په ژنیو کې د پینځو ورځو د مذاکراتو نه وروسته ترسره شو.

اسرایل: ایران چي څه غوښتل ترلاسه یې کړل مونږ دا موافقه غندو

اسرایلو د ایران سره د نړۍ د قدرتونو توافق غندلی دی او ویلي یې دي چې دا یوه بده معامله ده.

د اسرایلو یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې د شپږو میاشتو توافق ایران ته هغه څه ورکوي چې ایران ضرورت ورته لري او هغه د اقتصادي بندیزونه لیري کیدل او د اټمي پروګرام د مهمو برخو ژغورل دي.

د ایران او پنځه جمع یو هېوادونو ترمنځ موافقه نن د یکشنبې په ورځ وختي په جینو کې ترلاسه شوه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د نړۍ د قدرتونو سره ددغه توافق هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا کار نوي امکانات او لارې چارې رامنځ ته کوي. نوموړي په عین حال کې پر دې هم ټینګار وکړ چې ایران د یورانیمو د غني کولو حق لري.

ددغه هېواد ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامینه ايي د ایران سره د نړۍ د قدرتونو توافق ته د پرمختګ د بنیاد خطاب وکړ.

لویدیځ او اسرایل ویره لري چې ایران هڅه کوي چې اټمي وسلې جوړې کړي خو ایران بیا دغه تور ردوي او وايي اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.
XS
SM
MD
LG