د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د خپلو اټومي تاسیساتو دروازې د دیپلوماتانو ته خلاصوي


ایران وايي د خپلو اټومي تاسیساتو دروازې د دیپلوماتانو ته خلاصوي

ایران وايي د خپلو اټومي تاسیساتو دروازې د دیپلوماتانو ته خلاصوي

اېران وايی دخپلو اټومی تاسېساتو دروازې به د دیپلوماتانو لپاره خلاصې کړي، خو یو امریکايي یې هم ندی بللی.

چارواکی وايي چې ایران څو سفیران چې د اټومي انرژۍ دنړیوالې موسسې له خوا نه په وېانا کې په رسمېت پېژندل شوېدی ، ددې لپاره بللی دی چې ددوی اټومی تاسېسات ددې مېاشتی په اخر کې وگوری. داټومی اېنرژی دنړېوالی موسسی ېوه دېپلومات اسوشتېد پرېس ته ددوشنبی په ورځ ووېل چې داېران له خوانه روسېې، چېن، دعربو داتحادېو غړیو، د غیرمنسلکو هېوادونو یو څو ملتونو او اروپایي اتحاد ته بلنه ورکړل شوېده.

دامرېکا متحده ایالات، په دغو بلل شوېو هېوادونو کې نشته. اسوشتېد پرېس دامرېکا د خارجه وزارت دنطآق د مارک ټونر له قوله لېکی چی د اېران دا عمل ددې ځای نشی نېولی چې اېران خپل مسوولېتونه سرته ورسوی او داټومی اېنرژی له نړېوالی اداری ېا IAEA سره همکاري وکړي.

په هغه لېک کې چې د سپتمبر په ٢٧ مه لېږل شوېدی ، داېران معتبر استاځی علی اصغر سلطآنی پېشنهاد کړېدی چې د جنوری په ١٥ او ١٦ مه داېران د اټومی تاسېساتو کتنه وکړی او ټول لگښت به ېې ورکړل شی. ېوه اوروپايي دېپلومات چې نه غوښتل نوم ېې واخېستل شی ، دغه بلنه ېې تائېد کړېده.

اېران او دنړۍ شپږ هېوادونه امرېکا ، روسېه ، چېن ، برتانېه ، فرانسه او جرمنی کوشش کو ی چې داېران اټومی جنجال پاېته ورسوی. تمه ده چې دغه هېوادونه ددې مېاشتی په اخر کې دخبرو ددوېم پړاو لپاره په ترکېه کې سره راټول شی.

داټومی تاسېساتو د کتنی په دغه سفر کې به د بوشهر اټومی بټی هم شامله وی . نېژدی ده چې دغه بټۍ ددې مېاشتی په اخر کې چالان شي. بله اټومی بټۍ په نتانز کې ده چې هلته ېورانېم غنی کيږي.

دیپلوماتان به د ایران له نایب خارجه وزیر علي اکبر صالحي سره لیدنه کتنه وکړي. نوموړی د اېران داټومی اېنرژی مشر هم دی. پرده سربیره به بلل شوي دېپلوماتان داېران داټومی چارو له ستر مرکچی سعېد جلېلی سره هم ملاقات وکړی.

نور تفصيل:

رپوټ وايی د بوشهر اټومی بټۍ د روسېې په همکاری باندی جوړه شوېده. که څه هم ددغی بټی د جوړولو کار څو ځلې وځنډېده. دغه بټی به اټومی ری اکټر ددی لپاره استعمال کړی چې برېښنا تولېد کړی ــ دا ټومی بټۍ د جوړولو مقصد داېران داسلامی دولت له خوانه همد غه د برېښنا تولېد بل شوېدی.

د بوشهر اټومی بټۍ د غرب لپاره داندېښنی وړ اساسی بټۍ نده. ځکه چې په دغه بټۍ کې داسی الی شته دی چې ددې څارنه کېږی چې مصرف شوي د سون مواد ددې لپاره موجو دندی چې هغه د وسلو په درجه ېورانېمو باندی بدل کړی شی.

د استعمال نه وروسته به د سون مصرف شوي راډونه روسېې ته لېږل کېږی چې هلته بېرته له سره تهېه سی او ېا له کار ه وغورزول شی.

داېران دنتانز اټومی بټی له زمکی لاندی ده. اېران په دغه بټۍ کې اوس له ٩٠٠٠ زرو سنټر فېوژونو نه کار اخلی . دهمدغی بټی کار ډېرې ژوری نړېوالی اندېښنی را څرگند ی کړېدی.

لوېدېځ ځواکونه غواړی چې اېران د ېورانېمو غنی کول په ټپه ودروی ځکه هغوی په دې گومان دی چې داېران دپردی ترشا غواړی چې اټومی وسلی جوړی کړی. خو اېران وايی چې داحق لری چی ېورانېم غنی کړی او دملکی اهدافو لپاره ېې استعمال کړی او ادعا کوی چې دوی اټومی وسلی نه غواړی.

رپوټ په پاې کې وايی چې ملگرو ملتونو تراوسه پورې پراېران باندی له دې امله چې څلور ځلی بندېزونه لگولی دی. ځکه اېران له دېنه انکار کوی چې دخپلو ېورانېمو د غنی کولو پروگرام په ټپه ودروی. دامرېکا متحده اېالاتو ، اوروپاېې اتحآد او ېوشمېر نوروهېوادونو هم پراېران باندی اقتصادی بندېزونه لگولی دی. ددغو بندېزونو مقصد داېران د اېنرژی د څانگی او اقتصاد په نښه کول دی.

XS
SM
MD
LG