د لاس رسي وړ اتصالات

د ۶ کلونو وروسته د ایران او امریکا ترمنځ خبري


Iraq Iran
Iraq Iran
د نړۍ مشران د پنجشنبې په ورځ د ایران د ډیپلوماتانو سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هکله خبري کوي. داسي نښې نښانې ترسترګو کېږي چې تهران لیواله دی چې د خپل جنجالي اټمي پروګرام په هکله د نړۍ سره مذاکرات وکړي.


زیات شمیر د چارو کارپوهان د ایران د پلاوي سره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د نړۍ د مشرانو د لیدو کاتو نه دومره غټه تمه نلري خو ډیپلومان هیله څرګندوي چې د پنځه جمع یو مذاکرات پیل شي او د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله خبرې وشي. وروستی ځل چې پنځه جمع یو هېوادونو د ایران سره ولیدل، د اپریل میاشت وه.


دغه لیده کاته به په تیرو شپږ کلونو کې لومړی ځل وي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د لوړې سطحې خبرې کېږي. د ۱۹۸۰ کال راهیسي کله چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې خرابې شوي، یواځي څو ځلي د دواړو هیوادونو ترمنځ د لوړې سطحې خبري شوي دي.


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري او د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف به د پنځه جمع یو په غونډه کې ګدون وکړي. په دې غونډه کې به د بریتانیې، فرانسې، روسیې، چین او جرمني د باندنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي. د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسې مشره کترین اشټن به ددغې غونډې کوربنه وي.

دغه خبرې یوه ورځ وروسته له هغه څخه کېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې هغه د خپل هېواد د اټمي پروګرام په برخه کې د اوس نه تر راتلونکو دریو یا شپږ میاشتو پوري د یوې معامله ترسره کېدل غواړي. ښاغلي روحاني د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته د چارشنبې وویل چې یواځنۍ مخ پر وړاندې لاره دا ده چې په خبرو کې یو مهال ویش مطرح وي.
XS
SM
MD
LG