د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اټمي پروګرام په برخه کې فشار نه منو


د ایران د پارلمان رئیس خبرداری ورکړیدی چې داټمي پروګرام په سر به فشار ونه مني. دایران دپارلمان رئیس خبرداری ورکړیدی چې که دغرب له خوانه داټمي پروگرام په سر ډیر فشار پر وارد شي نو د ایران د پارلیمان غړي به دېته اړ‍‍شي چې داټمي پروگرام کارونه په چټکۍ سره پرمخ بوزي.

دغه پیغام د ایران دپارلمان رئیس علي لاریجاني وروسته له هغه نه خپور کړ چې د امریکا د کانګرس غړو خواهش وکړ چې که څه هم مذاکرات روان دي پکار ده چې پرایران باندې بندیزونه نور هم ټینګ سي. دغه مذاکرات تیره اونۍ پیل شویدی او هغو اندیښنو ته هم ځواب وايي چې یوشمیر سخت دریځ غړي یې لري چې هسې نه ایران باندې اقتصادي بندېزونه نرم کاندي. ایران دمذاکراتو ترڅنګ دا کوښښ هم کوي چې امریکا اومتحدین یې اقتصادي بندېزونه پرې نر م کاندي.


لاریجاني دیکشنبی په ورځ وویل چې دایران پارلمان د ایران داټمي فعالیتونو په برخه کې خپل غږ اونقش لري. هغه دې خبرې ته اشاره کوله چې دوي د ایران داټمی پروګرام د پراختیا او چټکتیا په برخه کې حکومت هڅولی شي. البته که چېري لویدیځ دوه مخیزه پالیسي او غیر قابل توجیه کارونه پرمخ بوزي. دایران دپارلمان رئېس علي لاریجاني په دې برخه کې نورتفصیلات ورنکړل. دهغه خبرې د اېران دفارس نیمه حکومتي خبري اژانس را نقل کړي وې.

نتانېاهوو: پر ایران باندي دي فشار جاري وساتل شي

داسراییلو صدراعظم دېکشنبې په ورځ نړیواله ټولنه دېته وهڅوله چې پرایران باندې فشار زیات کاندي. که څه هم دایران په برخه کې داټومي پروګرام په سر دخبرو له اول پړاونه وروسته خوشبینی زیاته شویده.

دا لومړی ځل دی چې بنجامین نتانیاهو د ایران داټمي پروګرام د مذاکراتو په سر چې تیره اونۍ وشوې په څرګنده توګه تبصره کوي. خبرې په دې پای ته ورسېدلې چې دواړو خواوو په دې برخه کې تفصیلات ورنکړل چې څه ډول پېشنهادات سره تبادله کړی شول. ددغو خبرو له امله نتانیاهو په یوه سخت دریځ کې واقع دی.

نتانیا هو د ایران خبرې په دې بابېزه ګڼلي دي چې وايي دا د ایران د نوي مشر حسن روحاني له خوا نه یوه ماهرانه پالیسي ده. ځکه نتانیاهو په دې عقید ه دی چې حسن روحانی غواړي نړۍ خطا باسي چې سخت اقتصادي بندېزونه پرې نرم کړي او د ځان لپاره وخت پېدا کړي چې خپل اټمي پروګرام جوړکړي. هغه په دې څو اونیوو کې پرنړیوالو باندې څو څو ځلي غږ کړېدې چې پرایران باندې فشار جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG