د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد: ایران به ډیر ژر خپل اټمي پرمختګونه برملاه کړي


احمدي نژاد: ایران به ډیر ژر خپل اټمي پرمختګونه برملاه کړي

احمدي نژاد: ایران به ډیر ژر خپل اټمي پرمختګونه برملاه کړي

د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد نن د شنبې په ورځ وویل چي ایران به ژر خپل ذروي پرمختگونه را څرگند کړي. ښاغلي احمدي نژاد دا وینا د تهران د آزادۍ په نامه په مشهوره میداني کي د هغي مظاهرې په جریان کي وکړه چي د هغه هیواد د اسلامي انقلاب د ٣٣مي کالیزي د رارسیدو د لمانځني د پاره جوړه شوې وه.

هغه وویل چي « که خداي وغواړي، نو نړۍ به په څو راتلونکو ورځو کي دا وگوري چي ایران ورته خپل څو ډیر لوی بریالیتوبونه ښئي.»

د ایران جمهوررئیس په دې هکله نور توضیحات ورنه کړل.

لویدیځ طاقتونه دا په ټینگه وایي چي د ایران د ذروي پروگرام هدف د ذروي وسلو جوړول دي، مگر ایران وایي چی ذروي پروگرام یې سوله ایز دی.

امریکا او اروپایي اتحاد په ایران باندي اقتصادي بندیزونه نور هم پسې سخت کړي دي او کوشش کوي چي ایران بیرته د خبرو میز ته حاضر شي چي د خپل ذروي پروگرام په هکله خبري وکړي.

ښاغلي احمدي نژاد نن دا څو واره وویل چي « ایران د لویدیځ سره خبرو ته تیار دی » او دا یې هم وویل چي « بندیزونه به یې دذروي پروگرام د بندیدلو سره مرسته ونه کړي. » هغه وویل چي « موږ تل خبرو ته تیار یو، مگر د عدالت او احترام په چوکاټ کي. او دا لویدیځ هیوادونه دي چي هره ورځ نوي نوي پلمې کوي او نوي نوي فیصلې کوي. » هغه وویل چي « زه دا په ډاگه وایم چي که تاسي یعني لویدیځ طاقتونه زموږ سره د زور او د سپکاوي په ژبه خبري کوئ نود ایران ملت به هیڅکله ستاسي فشارونو ته تسلیم نه شي.»

په زرگونو ایرانیان نن لارو کوڅو ته راووتل او د اسلامي انقلاب چي د ایران پاچا یې چي د امریکا ملاتړ ورسره و را وپرځاوه او تند لاري اسلامي ملایان یې قدرت ته ورسول، لمانځنه یې وکړه.

د غزې په تړانگه کي د حماس صدراعظم هم د آزادۍ په میداني کي دې مظاهرې ته ورغلی و. هغه د ښاغلي احمدي نژاد نه مخکي خلکو ته وینا وکړه او ویې ویل چي دده د حماس فلسطیني ډله به هیڅکله اسرائیل په رسمیت ونه پیژني.

XS
SM
MD
LG