د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ددوی الوتکو ته د تیلو نه ورکولو ادعا رد کړه


د ایران خارجه وزارت له هغی ادعا نه انکار کړېدی چې واېې په نړېوالو هواېې مېدانونو کې د بندېزونو له امله داېران الوتکېو ته تېل نه ورکول کېږی.

دخارجه وزارت نطآق رامېن مهمانپرست ووېل چې د اېران په الوتکېو باندی، له هغه وخت راهېسی چې دامرېکا متحده اېالاتو داېران خلاف نوي بندېزونه لگولی دی ، د تېلو محدودېت نشته دی.

داېران خبری اژانس اسنا د اېران دهوايي شرکتونو د ېوه عالېرتبه چارواکی له قوله ددوشنبی په ورځ لېکلی وو چې د برتانېې ، جرمنی ، او متحده عرب اماراتو په هواېې مېدانونوکې داېران الوتکېو ته د تېلو له ورکولو نه انکار شوی و.

چارواکېو په برتانېه ، جرمنی او متحده عرب اماراتوکې وېلی دی چې دوی پر الوتکېو باندې د تېلو له بندېزنه، خبر ندی. خو په متحده عربی اماراتو کې ېوې منبع ووېل چې ېوې شخصی کمپنی داېران الوتکېو ته د تېلو له ورکولو نه انکا رکړی و.

په عېن حآل کې چېن د سه شنبی په ورځ باندی د امرېکا متحده اېالات په دې باندی وغندل چې دملگرو ملتونو وروستی بندېزونه ېې داېران خلاف پراخه کړېدی. د چېن دخارجه وزارت نطآق کوېن گانگ ووېل چې چېن دملگرو ملتونو بندېزونه تائېدوی خو په دې عقېده دی چې پکارده هېوادونه په دې ټېنگار وکړی چې دابندېزونه عملی کړی نه دا چی نور بندېزونه هم ورسره علاوه کړی لکه څنگه چې دامرېکا متحده اېالاتو تېره اونۍ وکړل.

اېران دېته ادامه ورکوی چې دامرېکا د متحده اېالاتو د بندېزونو اغېزې بابېزه وگڼی. ددغو بندېزونو هدف دادی چې داېران داينرژی او بانکونو سېستم کمزوری کړي. د اېران جمهوررئېس محمود احمدی نژاد ددوشنبی په ورځ ووېل چې داېران خلک به دا ثابته کاندی چې بندېزونه ېوناکام اقدام دی.

XS
SM
MD
LG