د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي پروگرام په سر خبرې په اپریل کې بېا پېل کېږي


د اروپايي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین آشتن او د ایران د بهرنېو چارو وزیر جواد ظریف د اتریش په وېانا کې
د اروپايي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین آشتن او د ایران د بهرنېو چارو وزیر جواد ظریف د اتریش په وېانا کې

د امریکا ېو لوړپوړي چارواکي روېټرز ته ویلي، دا به ډېره گرانه وي چې د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اختلاف نظر په مسله موافقه وشي

د ایران د اټومی پروگرام په سر خبری د ېولړ بحثونونه وروسته نن د چارشنبی په ورځ هم جریان لری. په دغو خبرو کې د اوږدې مودې د توافق په لارو چارو خبرې کېږی چی دا خبره ېقینی کړی شی چی د اېران پروگرام سوله ئېز مقاصد لري.

ددواړو خواو مرکچېانو داخبرې مهمې او گټورې وبللې. د تهران د اټومی پروگرام په سر خبری به د اپریل په 7 مه بېا پېل شي.

د خبرو دا نوی پړاو د سه شنبی په ورځ په وېانا کې پېل شو. د اوروپايي اتحاد د خارجی پالېسۍ مشرې کاترین آشتن هغه مشترکه بېاېنه د چارشنبی په ورځ ولوستله او وې وېل چې په دغه بحث کې داېران د ېورانېمو د غنی کولو د پروگرام په سر خبرې وشوې، همدارنگه د آراک د درنو اوبو د بټۍ او د ایران خلاف د لوېدېځ د بندېزو پر مسایلو خبرې وشوې.کاترین آشتن نور تفصېلات ورنکړل.

دامریکا ېو معتبر چارواکي روېټرز ته وویل چې دابه ډېره گرانه وي چې د ایران او شپږو قدرتمنو هېوادونو ترمنځ د اختلاف نظر په مسله د ېورانېمو د غنی کولو او د آراک د اټومي بټۍ په برخه کې توافق منځته راسی؛ ځکه چې د لوېدېځ هېوادونه د ا وېره لري چې د دغه اټومي بټۍ دوسلو په کچه ېورانېم غنی کولی شي او د وسلو په کچه پلوټونېم تولېدولی شي.

ددغه مجلس نطاق مایکل من وویل مهمه خبره داده چې ېوه داسې معامله اوتوافق وشی چې ټولی خواو پرې قانع او راضی وي، داچی څومره ژر وشی داهم ډیره مهمه ده. خو ترټولومهمه خبره ددغه توافق کېفېت دی.

دایران د اټومی پروگرام په سر خبرو کې ایران، امریکا، برتانیه، فرنسه ، چېن، روسیه او جرمنی شامل دی.

تېرکال ېو موقتی تړون لاسلیک شوچې دایران د اټومی پروگرام حساس فعالیتونه د بندیزونو د لېرې کولو په مقابل کی بند شی.

په داسې حآل کې چی دایران داټومی پروگرام خبری روانی دی د ا ا مریکا ېوشمېر سناتوران ددې خبر غږ کوی چی په داېمی تړون کې پکارده چې ېو شمېر داېمی اواصولی معیارونه شامل وی.

لوېدېځ هېوادونه دا شک لري چې دایران دېورانېمو دغنی کولو د پروگرام مقصد داټومی وسلو جوړول دي.
XS
SM
MD
LG