د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:د ایران او لویديځ ترمنځ خلا ښايي ډکه نشي


د امریکا، اروپايي اتحاد او ایران مرکه چیان په عمان کې نن د دوشنبې په ورځ د دویمې ورځې دپاره د ایران د اټمي پروګرام د آیندې په هکله د لوړې سطحې خبرې کوي. د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري، د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف او د اروپايي اتحاد استاځې کترین اشټن پر دې کار کوي چې د نومبر د میاشتې د ټاکلي مهلت څخه مخکي خپل مینځي اختلافات حل کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري، د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف او د اروپايي اتحاد استاځې کټرن اشتن د خبریالانو مخې ته راښکاره شول خو د یکشنبې د ورځې د لیدو کاتو په هکله یې خبریالانو ته څه ونه ویل نه یې پر کومې بلې موضوع تبصره وکړه.

خو په داسې حال کې چې عمان ته یې سفر کوی، د ایران د باندنیو چارو وزیر جاوید ظریف وویل چې هغه فکر کوي چې د یورانیم د غني کول او پر ایران باندې بندیزونه تر ټولو مهم مسایل دي چې باید خبرې پرې وشي. ښاغلي ظریف داسي وویل ،،دا د لویدیځ دپاره ډيره مهمه ده چې پرې پوه شي چې بندیزونو هیڅکله هم د مسایلو په حل کې مرسته نه ده کړې. بندیزونه د حل برخه نه بلکې د ستونزې تر ټولو مهم اړخ دی.،،

د دواړو خواوو استاځي پردې کار کوي چې د نومبر د میاشتې د ۲۴ مې نېټې د مهلت څخه مخکي یوې داسي موافقې ته ورسېږي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو د غوښتنو او لویدیځ د اندېښنو ترمنځ چې وايي ایران هڅه کوي چې اټمي وسلې جوړې کړي، یو مناسب توازن رامنځ ته شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سي بي اس تلویزوني چینل سره په مرکې کې دې ته د شک په سترګه وکتل چې ایران او د لویدیځ استاځي به په دې وتوانېږي چې خپل مینځي اختلافات سره حل کړي.

هغه داسي وویل ،،آیا مونږ به په دې وتوانېږو چې دغه وروستۍ خلا هم ډکه کړو او هغوي[ایران] وسي کړای چې د نړیوالې ټولنې سره بیرته یوځای سي، کرار کرار بندیزونه پرې کم شي او داسي تظمین ورکړي چې هغوي [ایران] نشي کولای چې اټمي وسلې جوړې کړي؟ اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ یوه غټه خلا موجوده ده. ښايي مونږ په دې ونه توانېږو چې دغه خلا ډکه کړو.،،

ټاکل شوې ده چې جان کیري، جاوید ظریف او کترین اشټن به نن د دوشنبې په ورځ بیا په عمان کې سره کښېني او مزاکرات به وکړي. مزاکرات به د سې شنبې په ورځ هم د سیاسي استاځو په سطحه ادامه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG